د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه دامهال د ایران له لوري د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې په عملیاتو بوخت دي.
د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چې کوم د چاودنو غږونه اورېدل شوي، هوايي دفاعي سیستمونو فعالیت دی.
د بیان له مخې، دفاعي سیستمونو ځینې بالستیک توغندي شنډ کړي او جنګي الوتکو هم د هوايي حریم د خوندي کولو لپاره د بېپیلوټه الوتکو او نورو وسلو د مخنیوي عملیات کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په اړه رسمي معلومات نهدي خپاره شوي.
د سیمهییزو کړکېچونو د زیاتېدو په ترڅ کې، د منځني ختیځ په یوشمېر هېوادونو کې امنیتي اندېښنې هم لوړې شوې دي.