Asset 1SWN

ډاکټران: کروموزومي اختلالات د جنین د سقطېدو لامل کېږي

IMG_7174

یوشمېر ډاکټران وايي چې کروموزومي اختلال د جنین د سقطېدو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي او دا د اومېندوارو مېرمنو لپاره ګواښونکي بولي.

د ډاکټرانو په وینا، د جنین سقط بېلابېل لاملونه لري چې د کروموزومي اختلالات، ارثي ناروغۍ، د مور جسمي ناروغۍ، د روغتیايي مرکزونو تړل‌کېدل، فقر، لومړۍ اومېندواري او ډاکټر ته نه مراجعه یې، مهم هغه دي.

یوشمېر د ښځو د ناروغیو متخصصان خبرداری ورکوي چې د بېلابېلو روغتیايي او ټولنیزو ستونزو مجموعه نه یوازې د میندو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د ډېرو نوزادانو پر راتلونکې هم منفي اغېز پرېباسي.

نسیمه حبیبي چې په کابل کې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه ده، سلام‌وطندار ته ویلي چې د کروموزومي ستونزې، د رحم او مثانې انتانونه، کم‌خوني او ناسمه تغذیه د سقط له مهمو لاملونو څخه دي.

 د هغې په وینا: «کروموزومي اختلالات د سقط له مهمو لاملونو څخه دي. سربېره پر دې، بېلابېل انتانونه او ویروسونه لکه روبیلا، کم‌خوني، ناسمه تغذیه، او د امیندوارۍ پر مهال مستقیم یا غیرمستقیم ټپونه هم د سقط سبب ګرځېدلی شي.»

په همدې حال کې ډاکتره سونیتا بهرام وایي، د هغې د کلینیک د مراجعینو شمېر ښيي چې د هر لسو اومېندواره ښځو له ډلې څلور تر پنځو پورې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ وي چې دا وضعیت د سقط زمینه برابروي.

هغې وویل: «د مراجعینو د ارزونې له مخې، له هر لسو ښځو څلور تر پنځو پورې یې د وینې له میکروبونو او ویروسي ناروغیو سره مخ دي، لکه بروسلوز، د وینې ځینې نور انتانات، سیفلیس، روبیلا او همدارنګه د واکسینونو نشتوالی. دا ستونزې ډېری وخت د سقط سبب کېږي.»

له بل‌خوا عاطفه بارکزۍ چې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه ده، وایي چې د روغتیايي لاملونو ترڅنګ رواني او ټولنیز فشارونه هم د ښځو پر روغتیا ژور اغېز کوي.

د هغې په خبره: «کله چې یوه ښځه سقط تجربه کړي، د دې پر ځای چې ملاتړ یې وشي، ډېری وخت په کورنۍ کې ملامته بلل کېږي. دا کار د هغې اضطراب او خپګان زیاتوي او حتی کولای شي د راتلونکو سقطونو یا نابارورۍ لامل شي. له همدې امله ښځې د سقط وروسته هم درملنې، د اضطراب ضد درملو او عاطفي ملاتړ ته اړتیا لري.»

سره له دې، یو شمېر ښځې چې د جنین د سقط تجربه لري، له سلام‌وطندار سره په خبرو کې خپلې تجربې او ستونزې شریکوي.

شفیقه زاهدي، ۴۵ کلنه د غزني اوسېدونکې ده چې څلور ځله یې سقط تجربه کړی. هغه وایي: «زما ماشومان به د اوو او اتو میاشتو وروسته سقط کېدل. له هر سقط وروسته مې روحيه ډېره خرابېده. په لومړیو کې مې سم ډاکتر ته مراجعه نه وه کړې، خو وروسته چې ډاکتر ته ولاړم، ویې ویل چې ستا په وینه کې میکروب شته. له درملنې وروسته مې وکولای شول چې بیا ماشوم ولرم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


۳۳کلنه مرضیه د کابل اوسېدونکې ده چې د واده ۱۲ کاله یې تېر شوي او څلور ځله یې د جنین سقط کړی: «د جنین د ودې د ستونزې له امله مې د ډاکتر په سلا ماشومان سقط کړل. د خپلو ماشومانو له لاسه ورکولو وروسته مې روحي وضعیت ښه نه دی. تل ژاړم او ډېر افسوس کوم چې ولې مې ډېرې دعاوې ونه کړې او ولې مې د خدای مرسته ونه غوښتله.»

په ورته مهال طیبه چې درې ځله د جنین د سقط تجربه لري، اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او خپلمنځي واده د خپلو سقطونو له مهمو لاملونو څخه ګڼي. هغې وویل: «زما اصلي ستونزه فامیلي واده دی او ډاکتر هم ویلي چې ښايي جنتیکي ستونزه وي. کله چې مې لومړی سقط وکړ، کورنۍ مې هېڅ پاملرنه راته ونه کړه، بلکې له ما سره یې ستونزې جوړې کړې، په ځانګړي ډول خواښې مې ویل چې ته خپله نه غوښتل چې ماشوم دې نړۍ ته راشي.»

سربېره پر دې، ارواپوهان د جنین سقط رواني پایلې جدي ګڼي او وايي چې ډېری ښځې له دې تجربې وروسته له ژور خپګان او اضطراب سره مخ کېږي.

زهرا حسني او سیدروح‌الله رضواني چې ارواپوهان دي، وایي، هغه ښځې چې سقط تجربه کوي، د رواني فشارونو له څو پړاوونو تېرېږي.

زهرا حسني وايي: «هغه ښځې چې سقط تجربه کوي، عموماً له پنځو پړاوونو تېرېږي: لومړی د شاک یا حیرانتیا پړاو، دوهم د قهر او غوسې پړاو، درېیم د چنې وهلو یا د حل د لټون پړاو، څلورم د خپګان پړاو او پنځم د منلو پړاو. په دې حالت کې د ښځې مېړه باید له هغې سره همدردي وکړي. که چېرې دا ملاتړ ونه شي او کورنۍ یې ملامت کړي یا بې‌پامي ورته وکړي، نو د هغې خپګان لا پسې زیاتېږي او آن تر دې رسېدای شي چې خطرناک فکرونه رامنځته شي.»

سیدروح‌الله رضواني وايي: «نږدې ټولې هغه ښځې چې د جنین سقط تجربه کوي، په لومړي سر کې د سوګ او د یو مهم شی د له لاسه ورکولو احساس لري. د سقط لامل، که ناڅاپي وي او که د مجبوریت له مخې شوی وي، د هغې پر رواني اغېزو اغېز کوي. په ډېرو مواردو کې دا تجربه له ژورې غمجنۍ او اندوه سره مل وي چې وروسته د خپګان سبب کېدای شي.»

په همدې حال کې ځینې دیني عالمان هم د جنین سقط په اړه خپل نظر څرګندوي. دوی وایي، که جنین تر څلورو میاشتو کم عمر ولري او د مور ژوند له خطر سره مخ وي، نو سقط کېدای شي جواز ولري.

 دیني عالم مولوي عبدالاحد عتید وایي: «که چېرې جنین تر څلورو میاشتو کم وي، یعنې ۱۲۰ ورځې نه وي پوره شوې او لا روح پکې نه وي پوکل شوی، او د مور یا جنین ژوند ته خطر موجود وي، نو د علماوو د فتوا له مخې په دې حالت کې سقط جواز لري. خو که له څلورو میاشتو زیات وخت تېر شوی وي او روح پکې پوکل شوی وي، نو بیا سقط جواز نه لري.»

د ډاکترانو په باور، د جنین سقط یوازې یوه طبي موضوع نه ده، بلکې ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او رواني عوامل هم پکې مهم رول لري. د کورنیو بې‌پامي، دودیز باورونه او رواني فشارونه د دې لامل ګرځي چې د سقط تجربه د ښځو لپاره جدي رواني زیانونه رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام