Asset 1SWN

سلام وطندار

نفقه او که زده‌کړې؟ د کار او تعلیم ترمنځ د توازن ساتلو لپاره د ځوانانو هڅې

افغان ځوانان کارکوونکي ادارو کې

له ۱۳ کارکوونکو او زده‌کوونکو ځوانانو سره د سلام وطندار د خبرو موندنې ښيي چې له زده‌کړو سره هم‌مهاله، د ځوانانو له لوري کار کول تر دې چې یو مسلکي انتخاب وي، تر ډېره یوه اقتصادي اړتیا ده.

په دې راپور کې ټولو مرکه شویو ځوانانو ویلي چې له کار پرته د زده‌کړو د دوام توان نه‌لري؛ هغه موضوع چې د کارپوهانو په اند، که په سمه توګه مدیریت شي، کولی شي د ځوانانو مسلکي مهارتونه او بشري پانګه پیاوړې کړي.

له کابل څخه د اقتصاد پوهنځي محصل عبیدالله شهباز وایي چې افغانستان کې ځوانان د زده‌کړو د دوام لپاره اړ دي کار وکړي:

«که بېکاره اوسې، زده‌کړې نه‌شې کولی او که وغواړې زده‌کړې وکړې، بیا کار نه‌شې کولی. کله چې پیسې پیدا نه‌کړې، همدا یو لوی لامل کېږي چې له زده‌کړو پاتې شې. په افغانستان کې زموږ راتلونکې نامالومه ده. هېڅوک وړاندوینه نه‌شي کولی چې سبا به څه کېږي او بل سبا به څه وي؛ خو بیا هم د ښې راتلونکې په هیله هڅې کوو.»

د پنجشېر په یوه کلینیک کې قابله او ۲۳ کلنه نورزیه بهادري چې تر لیسانس پورې یې زده‌کړې کړي، وایي چې د کار ترڅنګ، د ماسټرۍ د دورې آنلاین زده‌کړې هم تعقیبوي.

هغې زیاته کړه: «خپل شخصي لګښتونه او د زده‌کړو مصرف د کلینیک له کاره برابرووم. کله ناکله د ژوند د لومړنیو اړتیاوو او د زده‌کړو د لګښتونو په ورکړه کې له مالي ستونزو سره مخ کېږم، خو له هڅو او کوښښ سره مې زده‌کړو ته دوام ورکړی. د زده‌کړو ترڅنګ کار هم کوم. عاید مې محدود دی او ډېری یې د ورځنیو لګښتونو او زده‌کړو لپاره مصرفېږي، خو دومره مرسته راسره کوي چې وکولی شم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم.»

راپور کې له مرکه‌شویو ځوانانو څلور هغو ویلي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو مسوولیت هم پر غاړه لري او په هر صورت باید کار وکړي، خو د ښې راتلونکې جوړولو لپاره د کار ترڅنګ، زده‌کړې هم کوي.

د غزني اوسېدونکی ۲۴ کلن محمدضیا انوري وایي چې له زده‌کړو سره هم‌مهاله کار کوي او دا تجربه ورته یوازې یو عادي مسوولیت نه، بلکې ارزښتمن فرصت دی.

هغه زیاتوي: «خپل شخصي لګښتونه د تدریس له لارې برابرووم او همدا پیسې د زده‌کړو په لاره کې هم لګوم. د زده‌کړو ترڅنګ کار هم کوم، په آنلاین او حضوري ډول د انګلیسي او چینایي ژبو تدریس کوم او تر یوه حده له خپلې کورنۍ سره هم مرسته کولی شم. کله ناکله چې په کور کې یم، له کورنۍ سره همکاري هم کوم. د زده‌کړو او کار هم‌مهاله تجربه راته ډېره ښه ده.»

اخوا، د لغمان اوسېدونکی ۲۲ کلن عبدالواحد نظري چې د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی، وایي چې د کار او زده‌کړو هم‌مهاله مدیریت ستونزمن دی، خو ناممکن نه دی.

«د هغه محصل لپاره چې هم‌مهاله زده‌کړه او کار کوي، د دواړو مدیریت کول ډېر ستونزمن وي. زما په اند نظم او ښه مدیریت کولی شي وخت ښه تنظیم کړي او انسان مسوولیت‌پذیر وروزي. له نېکه‌مرغه تراوسه دېته نه یو اړ شوي چې زده‌کړې پرېږدو، خو کله ناکله د مالي لګښتونو د برابرولو په اړه اندېښنه لرو، لکه په کابل کې د کوټې کرایه، خپل ورځني لګښتونه او همدارنګه د پوهنتون فیس.»

په همدې حال کې د پوهنتون یو شمېر استادان خبرداری ورکوي چې که کار ته لومړیتوب ورکړل شي، د زده‌کړو کیفیت زیان ویني.

د پوهنتون استاد حکمت‌الله میرزاده وایي، کله چې یو محصل په یو وخت کې په دوو ډګرونو کې فعالیت کوي، که کار ته لومړیتوب ورکړي، زده‌کړې یې اغېزمنې کېږي.

«محصل له روحي او رواني پلوه چې په دوو برخو کې وي، یو د کار برخه او بل د زده‌کړو ډګر. د دې دواړو ترمنځ لومړیتوب ټاکل ورته اسانه نه‌وي. دا چې کوم ډګر ته زیات اهمیت ورکړي او ډېر وخت ورسره تېر کړي، ستونزمنه ده. افغانستان یوه بېوزله ټولنه ده او د ځوانانو لومړیتوبونه تر ډېره اقتصادي دي، له همدې امله د زده‌کړو ډګر ورو ورو سوړ او تشېږي او د هغو ځوانانو زده‌کړې چې کار هم کوي، د کار په چاپېریال کې بې‌کیفیته او له ستونزو سره مخ کېږي.»

دې سره، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د دې موضوع پر مثبت اړخ ټینګار کوي.

اقتصادي شنونکی شاکر یعقوبي وایي، هغه کسان چې عملي او نظري پوهه دواړه تجربه کوي، غوره بشري پانګه رامنځته کوي.

«یوازې زده‌کړه له عملي تجربې پرته کله ناکله د پوهنتون او د کار بازار ترمنځ واټن زیاتوي؛ خو که له زده‌کړو سره هم‌مهاله کار په متوازن ډول ترسره شي، نو دا لامل کېږي چې فرد نرم مهارتونه لکه مسوولیت‌پذیري، د وخت مدیریت او مسلکي اړیکې زده‌کړي. هغه څوک چې هم نظري پوهه ولري او هم عملي تجربه، بې‌شکه لوړه بشري پانګه رامنځته کوي او د کار په بازار کې یې سیالي هم ډېره وي.»

د ارواپوه محمدالله بلوڅ له نظره، هغه ځوانان چې کار او زده‌کړه په یو وخت کې مخته وړي، لوړه انګېزه او د راتلونکې لپاره روښانه لید لري.

هغه وایي: «هغه ځوانان چې هم کار کوي او هم زده‌کړه، عموماً له ارواپوهنیز پلوه کاريزماتیک یا ډېر فعال شخصیت لري. دا هغه کسان دي چې هم د خپلې مسلکي راتلونکې او هم د خپلې تحصیلي راتلونکې په اړه فکر کوي، یا هم داسې ځوانان دي چې په ځان کې یې د کورنۍ او وطن د خدمت لپاره انګېزه پیدا کړې ده.»

باثباته اقتصاد کولی شي د محصلانو د بریا لپاره زمینه برابره کړي، ځکه کله چې محصلان له اقتصادي ستونزو لرې وي، نو کولی شي پر خپلو زده‌کړو ښه تمرکز وکړي.

خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د وروستیو او د ۲۰۲۶ کال د لومړیو راپورونو پر بنسټ، افغانستان کې فقر لا ډېر شوی او له ۶۴ سلنې ډېر خلک له څو اړخیز فقر سره مخ دي، هغه عامل چې د محصلانو په فرصتونو او پر زده‌کړو د هغوی په تمرکز مهم اغېز لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام