پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي.
د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز نن شنبه وویل، پاکستاني پوځ تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ اړوند بریخیلو سیمه کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو ډزې کړي.
هغه وويل، په ځوابي اقدام کې د اسلامي امارت ځواکونو لهخوا د غلام خان سیمه کې د دښمن پوځي کلا په دقیق ډول په نښه او ووېشتل شوه.
دغه جګړه کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
دې سره د دفاع وزارت تېره شپه ویلي چې د ردالظلم غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کې د کندهار شورابک ولسوالۍ اړوند فرضي کرښه کې د پاکستان په یوې پوستې برید وشو.
دغه وزارت پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دفاعي ځواکونو له لوري د پاکستان له دغې پوستې چې ۳۰ سرتیري هم په کې ووژل شول، ۲ هاوانونه، ۳ دهشکې، ۲ د شپې او ورځې دروبینونه، ۲ ثقیلان، ۱۸ لاسي بمونه، ۳۰ فیره د ثقیل مرمۍ، لس بکسې د دهشکې مرمۍ او یو شمېر نورې وسلې او مهمات ترلاسه شول.