د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد مشر علي القرهداغي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د جګړې په اړه فتوا کې د نښتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.
القرهداغي نن شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه هغه هم په روژې میاشت کې د اسلامي لارښوونو خلاف ده او ژر تر ژره دې ودرول شي.
هغه ویلي: د جګړې بندول یو مشروع مکلفیت دی او د روژې میاشت، د تقوا، خیرات او عبادت میاشت ده. روژه له زرو میاشتو څخه غوره ده. همدارنګه، د هغو لویو ننګونو په وړاندې چې زموږ اسلامي ملت ورسره مخ دی، د جګړې بندول یو حقیقي اړتیا ده.»
نوموړي د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې جګړه د روژې د وروستیو لسو شپو تر پیل مخکې ودروي او د اختلافاتو د حل لپاره د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب خبرې پیل کړي.
قرهداغي ټینګار کړی چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او باید د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی او ګډ دریځ پیاوړی شي.