د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش «António Guterres » ویلي چې د نړۍ د سولې خوب له جدي ګواښونو سره مخ شوی او د اټومي وسلو د کارولو خطر په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
ګوټرېش په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍ د کړکېچونو زیاتېدو د پوځي لګښتونو بېساری لوړوالی رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، د کوچنیو او سپکو وسلو پراخېدل او د نویو ټکنالوژیو رامنځتهکېدل هم جګړې لامرګونې کړې دي.
هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ په داسې پړاو کې ده چې د هېوادونو مشران باید د کړکېچونو د زیاتېدو مخه ونیسي او د اټومي وسلو د کارولو له ګواښ څخه لاس واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګروملتونو سرمنشي له نړیوالو مشرانو غوښتي چې د وسلو سیالي ودروي او د جګړې پر وسایلو د پانګونې پر ځای د سولې د ټینګښت او د هېوادونو ترمنځ د باور د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
ګوټرېش ټینګار کړی چې د بېوسلې کېدو ژمنو ته عمل او د مرګونو وسلو د خپرېدو او کارونې د مخنیوي د سیستمونو پیاوړي کول، کولای شي د لویو ناورینونو مخه ونیسي او د ټولو لپاره د یوه خوندي او سولهییزې نړۍ په جوړېدو کې مرسته وکړي.