Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان سریلانکا سره د لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې

645337669_1545645080898885_21082411058151345_n

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو او شل‌اوریزو لوبلړیو لپاره لوبډلې مشخصې کړې.

ابراهیم ځدراڼ د راشد خان پرځای په شل‌اوریزو سیالیو کې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی.

فضل‌الحق فاروقي، ګلبدین نایب او محمد اسحاق چې په تېر شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د لوبډلې برخه وو، د راتلونکو سیالیو لپاره له لوبډلې کېنول شوي.

توپوهونکی او ویکټ ساتونکی نور الرحمن، شرف الدین اشرف او فرید احمد ملک د شل اوریزو سیالیو نوملړ ته اضافه شوي دي.

د سریلانکا پر وړاندې د شل‌اوریزو لوبو لپاره کپتان ابراهیم ځدراڼ، رحما‌ن‌الله ګربز، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، نورالرحمان، شاهیدالله، شرف‌الدین، نوراحمد لکڼوال، مجیب ځدراڼ، ضیا شریفي، فرید احمد او عبدالله احمدزی د لوبډلې برخه دي.

د پنځوس اوریزو لوبو لپاره هم کپتان حشمت‌الله شاهیدي، ابراهیم ځدراڼ، رحمان‌الله ګربز، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، محمد نبي، ننګیال خروټی، اکرام علي‌خېل، الله محمد غظنفر، ضیا شریفي، فرید احمد ملک او بلال سمیع د لوبډلې برخه دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل وویل: «ابراهیم ځدراڼ چې له دې وړاندې شل‌اوریزو لوبو کې د راشد خان مرستیال و، په یاده بڼه کې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. موږ له راشد خان نه د هغه د کړیو خدمتونو له امله د زړه له تله مننه کوو او نوي لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ته په نوې دنده کې د لا زیاتو بریاو غوښتنه کوو.»

ورته وخت کې، د افغانستان کرکټ بورډ په سیمه کې روان وضعیت له نږدې څاري او له ټولو ښکېلو اړخونو سره په دې اړه په خبرو بوخت دی چې ایا یاده لړۍ په ټاکل شویو نېټو او ځای کې ترسره کېدی شي که نه.

د مسوولانو په وینا، چې په دې اړه به وروستۍ پریکړه نږدې دوو ورځو کې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام