د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ایران کې د میلیونونو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې.
ریچارډ بنټ نن پنجشنبه د حوت ۱۴ / مارچ ۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې: «زه ایران کې په شمول د مجردو مېرمنو د میلیونونو افغانانو لپاره چې له قانوني حیثیت یا ټولنیز ملاتړ پرته ژوند کوي، ژوره اندېښنه لرم.»
هغه ویلي، جګړه حللاره نه ده او یوازې ستونزې لاپسې زیاتوي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې لومړیتوب د تاوتریخوالي کمول او حساب ورکول دي.