Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان بریدونه؛ د کونړ سرکاڼو کې ۳۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

بې ځایه

کونړ کې د پاکستان پوځ د ړندو بمباريو له امله د دغه ولايت د سرکاڼو ولسوالي اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځايه شوي دي. دوی وایي چې په بریدونو کې یې کورونه په نښه شوي او ویجاړ شوي دي.

د سرکاڼو يوه اوسېدونکي عماد‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «د پاکستان وحشتناکې مرمۍ راځي او زمونږ په بې‌وزله او غريبکاره خلکو کورونو باندې لګيږي، دغه يې حال دې تاسو یې وينئ، د روژې مبارکې مياشت ته ګوره او د دوی دغسې د مرمیو راتولو ته ګوره، که حکومت نښلي؛ نو حکومت سره باید ته ونښلې.»

په ورته مهال بیا د دغې ولسوالي يو بل اوسېدونکی ولي‌الله ويلي: «زمونږ مهمان خانه کې په سر يې ولګېدو، ښيښې، فرشونه هر څه يې راله کېنول ختم يې کړل. اوس بېګاه شپه دلته دا مزايل لګېدلی دی زمونږ واړه لوی ماشومان غټان اېستلي دي نورو ولسواليو ته تللي دي او دلته دا مزايل راغلی او کور یې راته خراب کړی دی.»

همدې حال کې افغان ځواکونو ويلي، له پاکستان یې ميدان وړی؛ خو دغه هېواد بیا د ملکي وګړو کورونه او عامه تاسیسات په نښه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر ضياالرحمن سپین‌غر وايي، پاکستاني پوځ په مخامخ جګړه کې خپل توان له لاسه ورکړی او اوس يې د ملکي وګرو په نښه کولو ته مخه کړې ده.

هغه وویل: «زمونږ عامه هېوادوال یې په نښه کړي دي چې له امله يې زموږ ۶۴ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او زيات شمېر ملکي تاسیسات تر ډېره يا له منځه تللي يا يو څه تخریب شوي دي. همداراز زيات شمېر زمونږ هېوادوال يې کډوالي ته مجبوره کړي دي.»

دغه ولایت کې له ۳۰۰۰ ډېرې کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ويلي پاکستان سره به يې تر هغې جګړه روانه وي، څو چې دغه حکومت اوربند نه وي کړی‌.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام