د پنجشېر له کانونو راایستل شوي ۳زره او ۶۵۷ قیراطه زمرد، نن سهشنبه، کب ۱۲مه، د یوې رسمي داوطلبۍ له لارې او د څارونکې کمېټې په حضور کې د ۵۸زره او ۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
مسوولان، دا اقدام د روڼتیا او د کورنیو عوایدو د زیاتوالي پر لور مهم ګام بولي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون وویل چې دا زمرد د کانونو د څارنې د ګومارل شوې کمېټې د غړو په حضور او د هېواد د ملي سوداګرو په ګډون پلورل شوي دي.
د هغه په وینا، د داوطلبۍ بهیر په بشپړه شفافه بڼه او د ټاکل شویو کړنلارو سره سم شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د دا ډول داوطلبیو دوام نه یوازې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیسي، بلکې د سیمې د اقتصاد پیاوړتیا او د کانونو په سکتور کې د سوداګرو د باور د زیاتوالي لامل هم ګرځي.
پنجشېر چې له پخوا راهیسې د لوړ کیفیت زمردو له امله شهرت لري، که یې طبیعي سرچینې په ښه ډول مدیریت شي، کولای شي د ملي عوایدو له مهمو سرچینو څخه وګرځي؛ هغه چاره چې د دې ولایت د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې بنسټیز رول لري.