Asset 1SWN

سلام وطندار

د دفاع وزارت ویاند: جګړه کې تراوسه ۱۵۰ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وویل چې د جګړې او د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تردامهاله د پاکستان شاوخوا ۱۵۰ سرتیري وژل شوي او تر ۲۰۰ پورې ټپیان دي.

نوموړي نن سه‌شنبه د حوت ۱۲ / مارچ درېیمه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې لړ کې شاوخوا ۴۰ پوستې هم له‌منځه وړل شوي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت له لوري جګړه یوازې د دفاع لپاره کېږي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي همدارنګه وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستاني لوري سره ۲۵ ځله نښتې شوي.

د ده په وینا، دغه نښتې کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر فرضي کرښه شوي چې ۴ پاکستاني ځواکونه په کې وژل شوي او ځینې یې ټپیان دي.

هدارنګه د پاکستان ګڼ شمېر پوځي وسلې او مهمات هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې اسلامي امارت پاکستان سره جګړه کې حق‌ په جانبه دی.

هغه وویل: «کندهار کې ۲۰۵ البدر قول اردو تعارضي بریدونه کړي چې د پاکستان ۱۰ پوستې یې نیولې. همدارنګه سویل ختیځ زون کې ۲۰۳ منصوري قول اردو ۳ پوستې نیولي. ختیځ کې ۲۰۱ خالد بن ولید بیا تر ډېره دفاع بریدونه کړي. دغه‌راز پروان، ننګرهار او لوګر کې مو د پاکستان ۳ بې‌پیلوټه هم رانسکورې کړي دي.»

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي چې یادو بریدونو کې ۲۵ د اسلامي امارت سرتیري شهیدان شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام