Asset 1SWN

سلام وطندار

د مرخېړیو فارم؛ کابل کې یوې مېرمنې سلګونه مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

03220000-0aff-0242-e4d2-08dac420583a_cx0_cy3_cw0_w1080_h608

کابل کې د فاضله سروش په نوم یوې مېرمنې دوه کاله وړاندې لسګونه مېرمنو ته د مرخېړي «سمارق» فارم جوړ کړی چې دوی ته د عاید په سرچینې هم بدل شوی دی.  

نوموړې سلام‌وطندار ته وايي چې په کوچنۍ پانګونې او په شخصي لېوالتیا یې، دغه فارم جوړ کړی چې اوس دې او نورو مېرمنو ته عاید هم لري.

هغې وویل: «له دوو کلونو راهیسې مې کار پیل کړی، ځکه چې د مرخیړیو سره مې علاقه لرله، نو د مرخیړیو کاروبار مې شروع کړ. مخکې مې نه‌وو لیدلي او نه پوهېدم چې دا څنګه تولیدېږي. یو یا دوه میاشتې مې څېړنه وکړه، وروسته د فارم جوړولو پسې شوم او د دوو زرو افغانیو په لګښت مې کار پیل کړ.»

د نوموړې په وینا، د کار په پیلېدو سره یې، بریالۍ شوه چې ښه تجربه ترلاسه کړي او وروسته دا چاره لامل شوه چې د مرخېړو فارم لوی کړي.

هغه وویل: «کله مې چې ښه حاصل ترلاسه کړ، نو علاقه مې لا زیاته شوه. دویم فارم مې لا لوی جوړ کړ او د یوې مېرمنې سره مې په شراکت پیل کړ. هغې په خپل کور کې یو لوی ځای درلود. کله چې مو دا فارم په ګډه جوړ کړ، د پایلو د لیدلو لپاره مې د مرخیړیو د تخم په اړه څېړنه پیل کړه او له نېکه‌مرغه ښه نتیجه مې ولیدله.»

هغې وویل، د دې فارم جوړول نه یوازې دا چې خپله یې ځان‌بسیاینې ته ورسوله، بلکې په پنځو نورو ولایتونو کې یې ښځو ته د کار او زده‌کړې زمینه هم برابره کړې ده.

نوموړې زیاته کړه: «د دویم فارم د حاصلاتو له پیل سره سم مې نږدې ۵۰۰ ښځو ته روزنه ورکړه. همدارنګه مې په ولایتونو کې د مرخیړیو تخم صادر کړ او ښځو ته مې سپارښتنه وکړه چې دا کار په خپلو کورونو کې پیل کړي. نن خوشبختانه په هرات، غور، لغمان، پکتیا، مزار او لوګر کې هم ښځې د مرخیړیو تخم وړي او فارمونه جوړوي او دا کار دوام لري.»

هغې زیاته کړه، که څه هم دا کار له ځان سره هیله او بریا راوړې، خو د مرخیړیو د کر او روزنې لپاره د مناسب ځای نشتوالی د هغو مهمو ستونزو څخه دی چې ښځې ورسره مخ دي. «د ځای کمښت مې درلود، اصلي ستونزه همدا وه، او تمه مو دا وه چې د کرنې وزارت به موږ ته مناسب ځای په نظر کې ونیسي.»

منیژه ساپۍ چې دامهال په دې برخه کې فعالیت لري او په کابل کې یې د مرخیړیو فارم جوړ کړی، وايي چې د بازار نشتوالی یې تر ټولو لویه ستونزه ده. «یوازینۍ ستونزه دا وه چې د پلور بازار نه‌لرو، ځکه لابراتوار، د توزیع موټر او د بسته‌بندۍ برخې ته اړتیا ده. تراوسه پورې نه له کومې دولتي او نه هم له نادولتي ادارې څخه ملاتړ یا همکاري راسره شوې ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حوریه احمدي په جوزجان او حمیده صدیقي په بغلان کې د مرخیړیو د فارم‌دارۍ په برخه کې بوختې دي.

حوریه احمدي وايي: «تېرکال د ژمي په موسم کې مو د مرخیړیو فارم جوړ کړ. پایله مثبته وه او ډېره خوښه یم چې بریالۍ شوم. که څه هم په پیل کې دا کار یو ازمیښت و، خو د مېرمن سروش د انلاین لارښوونو له برکته مې ښه نتیجه تر لاسه کړه.»

حمیده صدیقي زیاتوي: «د لږې پانګې، شاوخوا دوو زرو افغانیو سره مې کار پیل کړ او دامهال اووه فارمونه لرو چې پرې کار کوو. خوشاله یو، ځکه دا کار نه یوازې زموږ لپاره، بلکې د څو نورو ښځو لپاره هم د خوړو یوه ښه او پروټین لرونکې سرچینه ده چې هم یې خپله کاروي او هم یې بازار ته وړاندې کوي.»

په همدې حال کې، د ښځو د حقونو فعاله هویدا حدیث وايي، د دې ډول نوښتونو پراختیا کولی شي د ښځو د بېکارۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړې له حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي: «د مرخیړیو په کر او روزنه کې د ښځو فعالیت د هغوی له اقتصادي پلوه پیاوړتیا ته مرسته کوي او د کرنې په برخه کې د ښځو ځایګی پیاوړی کوي. اړتیا ده چې د دوی له حاصلاتو د هېواد دننه استفاده وشي او د فارمونو د پراختیا لپاره د کرنې وزارت او اړوندې ادارې ښځو ته مناسب ځایونه برابر کړي.»

په دې حال کې، اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي د کرنې په سکتور کې د ښځو رول بنسټیز بولي او وايي، په دې برخه کې د ښځو له کاره ملاتړ کولی شي د فقر د کمېدو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

نوموړی وايي: «په افغانستان کې ښځې پر کرنه کې نسبي بنسټیز رول لري؛ د محصولاتو له کر او راټولولو نیولې، تر لومړني پروسس او د خوراکي توکو تر ساتنې پورې د ښځو رول نه شي ردېدای. په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښځې د کرنیزو تولیداتو اصلي ستنه ګڼل کېږي. د هغوی فعال حضور د کورنیو عواید زیاتوي او د فقر په کمېدو کې مرسته کوي، خو له جدي ننګونو سره مخ دي؛ لکه ځمکې، پانګې، د پلور بازار، تخنیکي زده‌کړو او نوې ټکنالوژۍ ته لاسرسی. که ښځینه بزګرانو ته د کوچنیو پورونو او منظم بازارونو زمینه برابره شي، کولای شي د هېواد په اقتصادي وده کې اغېزناک رول ولوبوي.»

د ښځو کار او د مرخیړیو د فارمونو جوړول ښيي چې د لږې پانګې او شخصي نوښت له لارې هم د نورو ښځو لپاره د کار زمینه برابرېدلی شي؛ خو د ملاتړ نشتوالی او د پلور بازار ستونزې لاهم د دغو ښځو له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام