Asset 1SWN

د اسلامي امارت پاکستان جګړه؛ یوناما د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې

اسلامي امارت ځواکونه پاکستان سره جګړه ۳۴

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پایته رسولو غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو او بشري اغېزو د زیاتوالي خبرداری یې ورکړی.

یوناما نن سه‌شنبه د حوت ۱۲ / مارچ درېیمه یوه اعلامیه کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د فرضي کرښتې په دواړو خواوو کې د نښتو د بندولو غوښتنه بیا تکرار کړې.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغه نښتې د افغانستان د بشري وضعیت د لاخرابیدو لامل کیږي.

یوناما همدارنګه له ټولو اړخونو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون په ګډون د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپلو ټولو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي.

د یوناما اعلامیه کې ویل شوي چې د روانې جګړې په اوږدو کې او د امنیت شورا له لوري د خپل ماموریت سره سم، افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې پیښې ثبتوي، په‌داسې حال کې چې د پراخې بېځایه کېدو او د مرستې په چارو کې د خنډ په ګډون بشرپالو ادارو په افغانانو د بشري اغېزو د خرابېدو خبرداری ورکړی.

د اعلامیې یوه برخه کې ویل شوي چې: «د تېرې فبروري میاشتې له ۲۶مې د مارچ تر دویمې نیټې یوناما افغانستان کې لږترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي چې ۴۲ کسان په‌کې وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.»

یوناما زیاته کړې چې دا لومړني ارقام دي.

په ملکي تلفاتو کې هغه کسان شامل دي چې د پولې په دواړو خواوو کې د نښتو له امله د غیر مستقیمو ډزو په پایله کې زیانمن شوي چې د افغانستان په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې یې د استوګنې سیمې اغیزمنې کړې او په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د هوایي بریدونو له امله رامینځته شوي دي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او دفاع وزارت هم ویلي وو چې پاکستان، په کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د جګړې پرمهال ملکي سیمې په نښه کړي او ملکیانو ته یې مرګژوبله اوړلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام