Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییل او ایران جګړه؛ عربستان کې د امریکا په سفارت برید شوی

HCc0EvuXsAAjxlX

د سعودي عربستان دفاع وزارت تأیید کړې چې ریاض ښار کې د امریکا سفارت د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شوی.

د یاد وزارت ویاند نن سهار پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هېواد کې د امریکا پر سفارت د دوو بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی.

د سعودي چارواکو په وینا، د دې برید له امله «محدوده اورلګېدنه» رامنځته شوې او د امریکا سفارت ودانۍ ته هم لږ مالي زیان اوښتی دی.

دې سره هم‌مهاله، ایراني رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې سعودي عربستان کې د امریکا سفارت پر ودانۍ د بې‌پیلوټه الوتکو د لګېدو شېبې ښکاري او پراخ اور او دود ترې پورته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام