د اسراییل له لوري پر لبنان د شویو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ تنو ته رسېدلی.
د لبنان چارواکو ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییل بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان دي.
نړیوالو رسنیو نن سېشنبه حوت ۱۲ / مارچ درېیمه راپور ورکړی چې دغه کسان د اسراییلو د پوځ په هغو بریدونو کې وژل او ټپیان شوي چې د لبنان په ختیځ کې د «بقاع» درې، له سوریې سره د پولې په نږدې سیمو او د لبنان په پلازمېنه بیروت کې ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، زرګونه لبناني وګړي پر خپل هېواد د اسراییلو د بریدونو له وېرې بېځایه شوي دي.
په همدې حال کې، اسراییل ادعا کړې چې پر لبنان یې بریدونو کې د سازمان جهاد اسلامي فلسطین مشر او د دغه سازمان د استخباراتي څانګې مشر په نښه کړي دي.
د اسراییل او د لبنان حزبالله ترمنځ نښتې د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنهيي تر وژل کېدو وروسته زیاتې شوي او اسراییل د لبنان له څه باندې ۳۰ سیمو غوښتي چې د بمبار لپاره چمتووالی ونیسي.