Asset 1SWN

سلام وطندار

د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې؛ د ایران په ملاتړ ټینګار شوی

Abbas-Araghchi-and-Wang-Yi

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، له ایران څخه د دغه هېواد د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چین له امریکا او اسراییلو غوښتي، څو ژر تر رژه پوځي عملیات ودروي او په منځني ختیځ کې د نښتو او کړکېچونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې امریکا او اسراییلو پر ایران ګډ بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي ژوند له لاسه ورکړ.

وروسته ایران پر اسراییلو او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه پیل کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام