سرچینې وایي چې د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار د ښورابک ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې له ډېورنډ فرضي کرښې اخوا د پاکستاني پوځ ۵ پوستې نیولي.
سرچینې زیاتوي چې افغان ځواکونه د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې هم له اغزن تار اوښتي او د شینبند تر سیمې رسېدلي.
بل لور ته، سرچینې ادعا کوي چې د پاکستان پوځي ځواکونو خپلې ځینې پوستې پرېیښي او پر ملکي وګړو یې بریدونو ته مخه کړې.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د پاکستاني چارواکو رسمي دریځ نه دی خپور شوی.
ورته وخت کې د خوست ولايت مقام مستغفر ګربز هم وايي چې تېره شپه یو ځل بیا دغه ولایت کې پاکستان سره جګړه شوې.
هغه وویل، علیشیرو ـ تریزيو ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه، د “ډبګي” سیمې په مربوطاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو لهخوا د پاکستاني پوځيانو د «تېر سر ۱۱ او ۱۲» په نوم پوستې په بشپړه توګه له مينځه وړل شوي دي.