Asset 1SWN

سلام وطندار

یوناما: ښځینه کروندګرې د خوړو د نظامونو د پایښت تضمینونکي دي

زنان-qp9lux9wugtqduee0f2cgp2zhzs4rs0g7mu7asxj7s

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) وایي، ښځینه کروندګرې په ډېرو هېوادونو کې د محلي اقتصاد پیاوړې ستنې او د خوړو د نظامونو د پایښت تضمین‌کوونکې دي.

یوناما نن (دوشنبه، د کب ۱۱مه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ښځینه کروندګرو هڅې او فعالیتونه د ټولو لپاره د یوه لاډېر پایدار او مقاوم راتلونکی بنسټ جوړوي.

یوناما همداراز زیاته کړې چې د ملګروملتونو سازمان له لوري ۲۰۲۶کال د ښځینه کروندګرې نړیوال کال په توګه نومول شوی، څو د کرنې په برخه کې د ښځو رول ته لازیات پام وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم د کرنې په سکتور کې د ښځو پر پیاوړتیا او ملاتړ ټینګار کړی و او دا یې د دوامدار پرمختګ لپاره مهم بللی و.

د یادونې وړ ده چې د ښځینه کروندګرو ملاتړ کول کولی شي د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي او د ټولنو اقتصادي ثبات ته وده ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام