Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات پاشدان بند کې خبریالانو نیالګي کېنولي

3262384c-95f6-4926-847a-633cb8da6052

د رسنیو ملاتړ او څار کمېټې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د دې ولایت د یوشمېر خبریالانو په ګډون، د پاشدان بند په سیمه او ځینو نورو ځایونو کې زر (۱۰۰۰) نیالګي کېنولي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر، حمیدالله غیاثي وایي، دا نیالګي د پاشدان بند د طبیعي چاپېریال د ښه‌والي او د شنوسیمو د پراختیا په موخه کینول کېږي.

د هغه په وینا، دا ډول پروګرامونه د هوا ککړتیا په کمولو، د خاورې د فرسایش په مخنیوي او د خلکو لپاره د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بلخوا، د رسنیو د ملاتړ او څار کمېټې مسوول، شمیل احمد مشعل وایي چې د دې پروګرام د عملي کېدو په بهیر کې د چاپېریال ساتنې اداره او د هرات ښاروالۍ همکاري کړې ده. نوموړی زیاتوي چې د دغو ادارو رول د نیالګیو په ساتنه، پالنه او اوبه‌خورۍ کې « اساسي» دی.

د یادونې وړ ده چې د هرات پاشدان بند د پراخې او مناسبې ساحې له امله د نیالګیو کینولو او د شین کمربند د جوړولو لوړ ظرفیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام