Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران جګړه؛ د خارجي محصلانو وتلو کې د همکارۍ غوښتنه شوې

Top-10-universities-in-Iran1

د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې پراخېدو سره هم‌مهاله، ایراني چارواکو ویلي چې ټول پوهنتونونه مکلف دي له بهرنيو محصلانو سره له هېواده د وتلو په برخه کې اړینه همکاري وکړي.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت د محصلانو چارو ادارې د مشر په خبره راپور ورکړی چې له اجازې پرته د ځمکنيو پولو له لارې د بهرنيو محصلانو د وتلو امکان شته.

هغه همدارنګه ویلي چې د وروستۍ ازموينو د ترسره کېدو لپاره بديل وخت وټاکي يا د پای‌لیک «تېزس» د دفاعي ناستو لپاره مناسب مهالوېش اعلان کړي.

امريکا او اسراییلو د شنبې په ورځ د حوت ۹ په ګډه پر ايران بريد وکړ؛ هغه بريد چې په کې د ايران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي او د دغه هېواد يو شمېر لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

له دې پېښې وروسته، سپاه پاسداران په منځني ختيځ کې د امريکا پر اډو او د اسراییلو پر ځينو سيمو «غچ‌اخيستونکي» بريدونه پيل کړل.

دا بريد داسې مهال ترسره شو چې ايران او امريکا د اټومي خبرو په حال کې وو؛ هغه مذاکرات چې په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمېدو هيلې يې زياتې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام