د ايران د امنيت شورا منشي علي لاريجاني ویلي چې هېواد به یې له امريکا سره هېڅ ډول خبرې ونهکړي.
تر دې وړاندې د الجزيرې خبري شبکې د وال سټريټ ژورنال له قوله راپور ورکړی و چې لاريجاني له واشنګټن سره د خبرو د بيا پيل لپاره هڅې پيل کړي.
امريکا او اسراییلو د شنبې په ورځ د حوت ۹ په ګډه پر ايران بريد وکړ؛ هغه بريد چې په کې د ايران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي او د دغه هېواد يو شمېر لوړپوړي چارواکي ووژل شول.
له دې پېښې وروسته، سپاه پاسداران په منځني ختيځ کې د امريکا پر اډو او د اسراییلو پر ځينو سيمو «غچاخيستونکي» بريدونه پيل کړل.
دا بريد داسې مهال ترسره شو چې ايران او امريکا د اټومي خبرو په حال کې وو؛ هغه مذاکرات چې په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمېدو هيلې يې زياتې کړې وې.