دې وروستیو کلونو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، تېره یوه اوونۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې؛ هغه پړاو چې له سیاسي فشارونو اوښتې او هوايي بریدونو او مستقیمو سرحدي نښتو ته رسېدلی.
اسلاماباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر د پاکستان د دولت مخالفې وسلهوالې ډلې، افغانستان کې پټنځایونه لري او له همدې ځایه د پاکستان پر ضد کارول کېږي؛ خو په مقابل کې، اسلامي امارت دا ادعاوې ردوي او د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بولي.
که څه هم ترکیې او قطر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د حل لپاره منځګړیتوب کړی، خو دغه هڅې بېپایلې پاتې شوي او په پایله کې یې تېره اوونۍ پوځي نښتو او بریدونو ته لاره هواره شوه.
یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان له لوري مذاکراتو ته نهژمنتیا او د ناسمو دلایلو وړاندې کول د دې سبب شول چې د خبرو بهیر ځند ته ولاړ شي او ترینګلتیاوې زیاته شي.
سیاسي شنونکی عبدالجبار اکبري د افغانستان او پاکستان د اوسنیو ترینګلتیاوو په اړه وايي، افغانستان حق لري چې په پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کې له خپلو حقونو دفاع وکړي او پاکستان د قطر او استانبول په نړیوالو غونډو کې له ګډون څخه په ډډه کولو، د خبرو پر مېز د قانع کوونکو دلایلو د نشتوالي نښه څرګنده کړې.
«یو زیانمن هېواد اړ دی چې له خپل حق دفاع وکړي، هم له پوځي پلوه، هم له سیاسي پلوه او هم د ډیپلوماټیکو اړیکو له اړخه. له همدې امله، پاکستان د ډیپلوماسۍ په ژبه نهپوهېږي او د مذاکرې په ژبه نهبلدېږي. هغوی له نړیوالو سټېجونو او د خبرو له مېز څخه تښتېدلي. موږ یې ښکاره بېلګې په عملي ډول په قطر او استانبول کې ولیدلې، دوی د مذاکرې پر مېز د استدلال وړتیا نهلرله.»
د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان سیمهییز منځګړیتوب او خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت او ترینګلتیاوو څخه د وتلو یوازینۍ لار بولي.
سیاسي شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي، جګړه حللاره نه ده او باید د کابل او اسلاماباد ترمنځ ټولې ستونزې د رسمي او ډیپلوماټیکو خبرو له لارې وڅېړل شي.
«هر کله چې پاکستان او ولس یې خپل سیاسي استازی د مذاکرې مېز ته راولېږي، هماغه ورځ به تاسې ووینئ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچونه د تفاهم له لارې حل کېږي. همدا اوس هم زموږ غوښتنه دا ده چې جګړه د حل لاره نه ده، ټولې مسئلې باید د مذاکراتو او خبرو له لارې حل شي.»
د نړیوالو اړیکو د ځینو شنونکو په باور، د منځني ختیځ اوسنی وضعیت، پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه او د ایران د مشر وژل کېدل، ښايي تر یوې اندازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره سیمهییزې هڅې کمزورې کړي او پر کابل او اسلاماباد د ډیپلوماټیک فشارونو لنډمهاله کمښت رامنځته کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سیدمقدم امین وايي: «جګړه او د جګړې دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی. د سیمې بدلونونه، په ځانګړي ډول د ایران وضعیت هم په یوه ډول د سیمې پر ثبات اغېز کوي. غوره ده چې د مشرتابه په کچه د مناسب حللارې لپاره خبرې پیل شي.»
همدارنګه، د نړیوالو اړیکو بل کارپوه ولي فروزان په دې اړه وايي: «د افغانستان او پاکستان ستونزې تر اوسه دایمي حللاره نه لري، که څه هم هوکړې او اوربندونه شوي، خو پایدار او بنسټیز حل نهدی موندل شوی. د ایران موضوع رښتیا هم له افغانستانه توجه اړوي، خو افغانستان اوس هم له پامه غورځول شوی دی.»
د کارپوهانو په باور، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتوالي په سرحدي سوداګرۍ، د توکو په لېږد او د پولې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو په ژوند مستقیم اغېز کړی دی.
له امنیتي پلوه، د نښتو د پراخېدو او یا هم د هوايي بریدونو د بیا تکرار احتمال کولی شي په سیمه کې بېثباتي نوره هم زیاته کړي.