د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که ایران د امریکا او اسراییل پر وړاندې سخت اقدام وکړي، نو واشنګټن به پر دغه هېواد داسې برید وکړي چې ساری یې نه وي لیدل شوی.
د الجزیره شبکې د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې نن یکشنبه د حوت / مارچ لومړۍ وروسته له هغه وکړې چې ایران د اسراییل او سیمه کې د امریکا پر اډو د تر ټولو سختو عملیاتو د پیل خبرداری ورکړ.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «غوره ده چې دا کار ونه کړي، ځکه که یې وکړي، موږ به پرې داسې ځواک وکاروو چې تر اوسه هېڅکله نه دی لیدل شوی.»
له دې وړاندې، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی و چې نن به د اسراییل او سیمه کې د امریکا پر اډو د تاریخ تر ټولو سخت بریدګر عملیات پیل کړي.