Asset 1SWN

سلام وطندار

سپاه پاسداران: د اسراییل او امریکا پر وړاندې به تر ټولو سخت عملیات پیل کړو

Wordpress-The-terrorism-of-Irans-Islamic-Revolutionary-Guard-Corps-rjuni8z5zx39ss6a57hzqzo6l8m3lkqncqtlni1p54

د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد سپاه پاسداران ځواکونو اعلان کړی چې په اسراییل او سیمه کې د امریکا پر اډو به د تاریخ تر ټولو سخت او عملیات پیل کړي.

ایراني رسنیو نن یک‌شنبه د حوت ۱۰ / مارچ لومړۍ راپور ورکړی چې خامنه‌يي تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې په نښه شوی.

د ایران کابینې له دې پېښې وروسته په ټول هېواد کې ۴۰ ورځې عمومي ماتم اعلان کړی او همداراز یې د دولتي ادارو او بنسټونو لپاره د ۷ ورځو رخصتي هم اعلان کړې.

اسراییل او امریکا تېره ورځ په ګډه پر ایران بریدونه وکړل چې له امله یې د دغه هېواد یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

ایران تر دامهاله بحرین، متحده عربي امارات، قطر، کویټ، اردن او سعودي عربستان کې د امریکا یو شمېر اډې په نښه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام