وروسته له هغه چې پاکستان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ «ګردي کڅ» سیمه کې پر یوه کور بمبار وکړ او د یوې کورنۍ ۱۷ غړي یې شهیدان او ۵ نور ټپیان کړل، له دې پېښې ۵ ورځې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه وکړل.
له دغو بریدونو وروسته پاکستاني پوځ پر افغان خاوره ملکي ځایونه په نښه کړي چې د خلکو په منځ کې یې وېره خپره کړه.
خو د ننګرهار اوسېدونکي وايي، که څه هم پاکستان په تېرو ورځو کې پر افغانستان بریدونه کړي او ګڼ بېګناه ملکیان یې شهید او ټپي کړي، خو جلالاباد ښار کې وضعیت عادي دی او پر دوی یې کوم اغېز نه دی کړی.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي محمد عارف او جاوېد وايي، په دې ښار کې وضعیت عادي دی او دوی د تېرو ورځو په څېر پر خپلو چارو بوخت دي.
«جلالاباد ښار کې وضعیت عادي دی، ټول خلک عادي خپلو دندو ته روان دی، هیڅ مشکل نشته امن برقرار دی هیوادوال دې هیڅ تشویش نهکوي انشأالله. هیڅ مشکل نشته جلالاباد ښار ګڼه ګوڼه لري هیوادوال خپلو روزمره کارونو ته روان دي.»
«نن د جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې وضعیت بیخي عادي دی او یوازې په ډیورنډ فرضي کرښه کې نښتې شوي، خلک ډیر خوشحاله دي او د خوښۍ احساس کوي چې اسلامي امارت پاکستان باندې یې بریدونه کړي او خلک خپلو چارو ته په عادي ډول دوام ورکوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د هېواد په ختیځ کې امنیتي مسوولان هم ډاډ ورکوي چې ختیځو ولایتونو کې وضعیت عادي دی او د خلکو خوندیتوب په موخه بشپړ چمتووالی لري.
ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، پاکستان له تېرو ورځو راهیسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او درانه مالي زیانونه یې ور اړولي.
خو ډاډ ورکوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ژوند خوندیتوب په موخه بشپړ چمتو دي او اجازه نه ورکوي چې پاکستاني پوځ خلکو ته ستونزې جوړې کړي.
«نن د هفتې په ورځ جلالاباد ښار کې هیڅ هم نشته او خلک وایي چې بمبار شوی، خو پاکستاني رژیم ملکي ځایونه په نښه کړي، هغه کې مکتبونه او عمري کمپ دی او همدا شان عام ولسي خلک دي، نظامي ځایونه که یې ویشتي هم زمونږ لور ته تلفات نهدي اوښتي.»
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند زیاتوي چې له جمعې شپې راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو پر پاکستان رژیم غچ اخېستونکي بریدونه کړي چې یوازې یې په ختیځ کې ۷۵ نظامیان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.