Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت هوايي ځواک یوځل بیا د پاکستان پوځي مرکزونه بمبار کړل

د اسلامي امارت هوايي ځواک

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو یو ځل بیا په «میرانشاه او سپین‌وام» کې د پاکستان پوځي مرکزونه بمبار کړي.

د دفاع وزارت نن شنبه د دلوې ۹ فبروري ۲۸ ویلي، دغه هوايي بریدونه تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې ترسره شول.

دغو بریدونو کې د میرانشاه پوځي قرارګاه او د سپین‌وام پوځي قرارګاه ویجاړې شوې او درانه تلفات یې واړول.

د دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه بریدونه د پاکستاني ځواکونو د پرله‌پسې هوايي تېریو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام