نږدې پنځه ورځې وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل، پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ځواکونو د تېرو دوو ورځو پرمهال په څو ځایونو کې په پراخو او محدودو نښتو کې ښکېل شوي دي.
سره له دې چې دواړه خواوې یو بل د دې نښتو د پیل مسوول ګڼي، خو د امارت اسلامي چارواکو څرګنده کړې چې دا نښتې د پاکستان د شنبې شپې د هوایي بریدونو غچاخیستونکی ځواب نهدی.
د امارت اسلامي ویاند، ذبیحالله مجاهد له «العربیه» شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان د شنبې شپې هوایي برید ته به په مناسب وخت او په مناسب ډول نظامي ځواب ورکړل شي.
له بلخوا، اسلاماباد وایي چې د اسلامي امارت د احتمالي نظامي اقدام د خطر له امله یې امنیتي تدابیر زیات کړي او د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر یې ورکړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو سلاکار طلّال چودري «رویټرز» سره په خبرو کې ویلي: «زموږ ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. تاسو پوهېږئ، هرکله چې موږ د هغوی پټنځایونه په افغانستان کې هدف کړو، هغوی تل غبرګون ښيي.»
پاکستان د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان په دوو ولایتونو کې اووه ځایونه د هوایي بریدونو هدف ګرځولي دي. اسلاماباد وایي چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه شوي، خو اسلامي امارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي کسان وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلاماباد اړیکې خورا حساس پړاو ته رسېدلي او د کابل تازه خبرداری او د پاکستان د امنیتي اقداماتو پیاوړتیا، دا وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
تر دې دمه یوازې هند د پاکستان هوایي بریدونه په افغانستان کې غندلي، ایران د دواړو خواوو لپاره د نرمښت غوښتنه کړې او نورو اسلامي او ګاونډي هېوادونو سره له دې چې وضعیت کړکیچن دی، چوپ پاتې شوي دي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: «موږ له پاکستان سره یوازې د تفاهم له لارې هېڅ نتیجه نهشو ترلاسه کولای. لومړی باید خپل ځواک پیاوړی کړو، اردو او امنیتي ځواکونه باید قوي کړو. د پاکستان ستونزې یوازې په سیمهییزه کچه حل کېدای شي او نړیوال تضمین اړین دی.»
د نړیوالو چارو کارپوه صادق حمیدزوی وایي: «پاکستان څو ځله پر افغانستان تجاوز کړی، نو افغانستان حق لري ځواب ورکړي. د تفاهم له لارې ستونزې حل کېدای شي، خو دا نښتې نه یوازې دواړه هېوادونه، بلکې د سیمې اقتصادي او امنیتي ثبات ته هم زیان رسوي.»
شنونکي ټینګار کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د پراخو نښتو دوام، کولای شي د اقتصادي او بشري اړخه جدي پایلې ولري.