که څه هم ډاکټران د اومېندواره او شیدې ورکوونکو مېرمنو له لوري د روژې نیول په ځینو شرایطو کې ګواښونکي بولي، خو مېرمنې وايي، غوره ګڼې چې روژه بشپړه ونیسي.
د نسايي-ولادي برخې متخصصه زرغونه محبت سلاموطندار ته وايي چې د اومېندوارۍ له څلورې میاشتې وروسته د روژې نیول، د ماشوم او مور لپاره کمزوري او روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.
نوموړي وویل: «د حمل د څلورمې میاشتې وروسته که کومه ستونزه وي، مور باید روژه ونه نیسي. هغه ستونزې چې د روژې په جریان کې مور سره پېښېږي عبارت دی له: د اوبو کمښت، کمزوري، سردرد، بېحالي، سرګرداني، ستړیا، کموینه او د مور د انرژۍ کموالی. دا وضعیت د جنین لپاره د نه جبرانېدونکو ستونزو سبب کېدای شي، لکه د رحم دننه مړینه، د زېږون ستونزې یا مخکې له وخت څخه زېږېدنه.»
د نسايي-ولادي برخې ډاکټره تبسم فدا بیا وايي، که ماشوم له شپږو میاشتو کم عمر ولري، د مور روژه نیول، په شیدو کې د مغذي موادو د کمښت لامل کېږي او د ماشوم وده ځنډوي.
هغې وویل: «شیدې ورکونکې ښځې چې د ماشوم عمر یې د درې تر شپږ میاشتو وي، باید روژه ونه نیسي. د روژې خطرونه عبارت دي له: د مور د شیدو کمېدل، د مایعاتو نه استعمال له امله د تغذیې کمښت، د ویتامینونو او معدني موادو کموالی په ماشوم کې، او همدارنګه پر وزن یې منفي اغېز کوي.»
د داخلي ناروغیو متخصص ډاکټر هلمن صدیق وایي چې اومېندوار او شیدې ورکونکې ښځې که له لابراتواري معایناتو وروسته کومه ځانګړې صحي ستونزه ونهلري او کموینه هم نهوي، د پروټیني او مغذي خوړو په کارولو سره روژه ونیسي، څو د خپل ځان او ماشوم روغتیا وساتي.
هغه وايي: «حامله او شیدې ورکونکې ښځې چې د خپلو ډاکټرانو لهخوا تایید شوي وي، لابراتواري معاینې یې ستونزه نهښيي، کموینه نهلري، یا ښیدې ورکونکې ښځې چې ځانګړې ستونزه نهلري، باید د چرګ غوښه، د کب غوښه، د غوا غوښې شوروا، همدارنګه مغذي خواړه لکه وریجې او کچالو وکاروي.»
سره له دې چې ډاکټران ټینګار کوي چې اومېندواره او شیې ورکونکې ښځې باید په احتیاط او د ډاکټر تر څارنې لاندې روژه ونیسي، خو ځینې مېرمنې وایي چې د ډاکټر له مشورې پرته هم روژه نیسي. دوی د کمزورۍ، بېحالي، شدیدې تنده او د جنین یا ماشوم پر روغتیا د منفي اغېزو کیسې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۹کلنه یاسمین چې د اومېندوارۍ اتمه میاشت کې ده، وایي، د ډاکټر له مشورې پرته روژه نیسي. هغه زیاتوي چې د روژې پرمهال خورا وږې او تږې کېږي او احساس کوي چې د جنین حرکات یې په رحم کې کم شوی دی.
هغه وايي: «زما حمل د اتمې میاشت دی او روژه نیسم. تراوسه ډاکټر ته نه یم تللې، خو روژه مې په منظمه توګه نیولې. په څو ساعتونو کې چې روژه نیسم، ډېره وږې او تږېکېږم، داسې چې ژبه مې له خولې سره ټپه کېږي. له هغه وخت راهیسې چې روژه نیسم، داسې احساس کوم چې د جنین حرکات په رحم کې کم شوي او د پخوا په څېر نه دي.»
سحر چې د اومېندوارۍ په دویمه میاشت کې ده، وایي، ځینې ورځې روژه نیسي، خو کله چې د ستړیا او کمزورۍ فشار زیات شي، اړ کېږي چې روژه ماته کړي: «ځینې ورځې روژه نیسم، خو کله چې کمزورې یا ستړیا ډېره شي، مجبور یم روژه ماته کړم. سږکال روژه نه نیسم، ځکه ډاکټر راته ویلي چې روژه مه نیسه. د اوبو کمښت او کمزوري خطرناکه کیدای شي. زه خپله هم احساس کوم چې بدن مې د روژې فشار نه شي زغملی. ځینې ورځې وږې، تنده، سردرد او زړه بدوالی لرم.»
۲۴کلنه سونیتا فروخي چې د څلور میاشتو ماشوم لري، وایي چې د روژې په جریان کې د شیدو کمښت له امله مجبوره شوې چې د خپل ماشوم لپاره له شیدې پرته د شیدې بدیل هم وکاروي. هغه زیاتوي چې د روژې په جریان کې یې فشار ټیټیږي او د تندې شدید احساس کوي: «زه روژه نیسم، زه شیدې ورکونکې مور یم چې څلور میاشتنی ماشوم لرم. له هغه وخت راهیسې چې روژه نیسم، شیدې مې کمې شوي او نه مې غوښتل چې پر ماشوم مې منفي اغېز وکړي. له همدې امله مې د شیدو په څنګ کې د شیدې بدیل هم استعمال کړ. د ورځې په جریان کې فشار مې ټیټیږي او شدیدې تندې احساس کوم.»
دیني عالمان وایي چې ښځې د اومېندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې په حساسو شرایطو کې د روژې له نیولو معاف دي.
مولوي رحیمالله کشاف وایي: «هغه ښځې چې حامله دي، کله چې ډاکټر یې معاینه وکړي او وویني چې ښځه واقعاً کمزوره ده او روژه نیول د ماشوم لپاره د انرژۍ رسولو مخه نیسي او ماشوم د مور د روژې له امله زیانمن کېږي، دا ښځې کولای شي خپل روژه مات کړي او وروسته یې د قضا په توګه ادا کړي.»
ډاکټران په دې ټینګار کوي چې د هرې ښځې روغتیايي وضعیت ارزونه او د روژې احتمالي خطرونه د اومېندوارۍ او شیدې ورکولو په جریان کې ډېر مهم دي. په ورته وخت کې، ځینې ښځې د شخصي یا مذهبي لاملونو له مخې، له دې خبرداریو سره سره هم روژه نیسي.
دا څرګندونې د دې حقیقت ښودنه کوي چې د حامله او شیدې ورکونکو ښځو د روژې نیولو مسئله باید د روغتیا، رواني او مذهبي اړخونو په پام کې نیولو سره وڅېړل شي، څو د مور او ماشوم روغتیا خوندي پاتې شي.