Asset 1SWN

سلام وطندار

کېم جونګ اون يو ځل بيا د واکمن ګوند عمومي منشي وټاکل شو

webp

د شمالي کوریا د واکمن کارګر ګوند په نهم ګوندي کانګرېس کې کيم جونګ اون يو ځل بيا د یاد ګوند د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی دی. د یاد هېواد دولتي رسنيو دا پرېکړه د هغه د مطلق واک او د کورني ثبات پر وړاندې د زيات باور نښه بللې ده.

د شمالي‌کوريا دولتي خبري اژانسKCNA  نن دوشنبه، فبرورۍ ۲۳مه، په خپل راپور کې ویلي، کيم جونګ اون د هېواد نړيوال حيثيت لوړ کړی او شمالي‌کوریا يې داسې پړاو ته رسولې چې وکولای شي خپل «انقلابي مسير» په ټينګه تعقيب کړي. د راپور له مخې، د هغه تر مشرۍ لاندې پوځ «يو ځواکمن او ايليټ پوځ» ګرځېدلی دی.

KCNA همداراز زياته کړې چې د اټومي وسلو پر محور ولاړ د هېواد د جګړې مخنيوي ځواک په بنسټيز ډول پياوړی شوی دی. دا څرګندونې د کانګرېس د څلورمې ورځې د غونډو په اړه په ستاينې ډک راپور کې شوې دي.

د کانګرېس ګډونوالو همداراز د ګوند د مرکزي کمېټې نوي غړي وټاکل او د ګوندي اصولو او تګلارو ځينې بدلونونه يې تصويب کړل. که څه هم د دې بدلونونو جزييات نه‌دي خپاره شوي، خو شنونکي وايي چې يوشمېر لوړپوړي چارواکي له مرکزي کمېټې څنډې ته شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، د بهرنيو چارو پخوانی وزير ري سو يونګ، د ولسي عالي شورا د دايمي کمېټې مشر چوې ريونګ های، او لوړپوړی پوځي چارواکی ري پيونګ چول له نوې کمېټې پاتې شوي چې دا کار د زړې مشرتابه د بدلون نښه بلل کېږي.

بل‌خوا، د کيم جونګ اون د پېغلې ځوانې لور «جو اې» د کانګرېس په غونډو کې نه‌ده ليدل شوې، سره له دې چې له دې وړاندې داسې اټکلونه کېدل چې ښايي د راتلونکې مشرتابه لپاره وروزل شي.

دغه کانګرېس چې عموماً هر پنځه کاله يو ځل جوړېږي، د پنجشنبې پر ورځ د شاوخوا ۵زره استازو په ګډون پيل شو او د سوېلي‌کوریا له‌خوا له نږدې څارل کېږي، څو د شمالي‌کوريا د کورنيو او بهرنيو تګلارو د بدلونونو نښې پکې وموندل شي.

تر دې دمه، د پام وړ نوې پاليسۍ نه دي اعلان شوې او د غونډو ډېره پاملرنه د اقتصادي ستونزو پر تېرېدو او د ګوند تر مشرۍ لاندې پر پرمختګونو متمرکزه پاتې شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام