پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونه غندلي او دا یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی.
ښاغلي کرزي نن یکشنبه حوت ۳ / فبروري ۲۲ پر اېکسپاڼه دغو بریدونو کې د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د سملاسې روغتیا هیله کړې.
هغه یو وار بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه په خپلو پاليسيو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنه لاره غوره کړي.
پاکستان تېره شپه ناوخته پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونو کړي چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.