Asset 1SWN

سلام وطندار

دفاع وزارت د پاکستان بریدونو ته د ځواب ورکولو خبرداری ورکړی

د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد

د دفاع وزارت د پاکستاني پوځ له‌خوا د افغانستان د حريم د نقض په تړاو اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په مناسب وخت کې به مناسب او حساب شوی ځواب ورکړي.

اعلامیه کې ویل شوي، ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي.

دغه وزارت ویلي، پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اعلامیه کې ویل شوي چې ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي.

پاکستان تېره شپه ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌گناه ملکي وکړي په‌کې شهیدان او ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام