Asset 1SWN

سلام وطندار

یو شمېر مېندې: داچې اولادونو ته مې شیدې نه‌شوې ورکولی، ناراحته یم

ښځې محدودیتونه انزوا

د اولادونو ترمنځ بې‌عدالتي، د مور د مسوولیتونو په ترسره کولو کې د ناکامۍ اندېښنه او د بې‌ارزښتۍ احساس د هغو مېندو ګډه تجربه ده چې نه‌دي توانېدلي ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي.

یو شمېر دغه مېندې وايي، دا چې خپلو ماشومانو ته شیدې نه‌شي ورکولی، د ګناه، ناراحتۍ او د وجدان عذاب احساس لري.

دوی وویل، کوچنیانو ته د شیدو نه ورکولو له امله تل د اندېښنې او د اولادونو پر وړاندې د نابرابرۍ احساس لري.

۳۵ کلنه رویدا حمیدي چې د پنځو ماشومانو مور ده، او نجیلا چې د دوو ماشومانو مور ده په دې اړه وايي:

«کله چې مې لوڼې نړۍ ته راغلې، ډېرې شیدې مې لرلې او ښه او آرام احساس مې درلود. خو کله چې مې زامن وزېږېدل، له زیږون وروسته مې شیدې نه‌لرلې او دا راته ډېر سخت تمام شو. د هغوی لویولو پرمهال مې داسې احساس کاوه چې ګوندې عادله مور نه‌یم، ځکه لوڼې مې له شیدو ګټه واخیسته، خو زامن مې بې‌برخې پاتې شول. دې موضوع راته اندېښنه رامنځ ته کړې او هر څومره هڅه کوم چې هیره یې کړم، نه شم کولی.»

«لور مې درې میاشتې کېږي چې په پوډري شیدو او نورو خوړو لویوم. رواني فشار راته ډېر دی او اکثره وخت عصبي یم. د لور لویول راته سخت شوي او کله کله له ځان سره وایم چې نور ماشوم نه‌راوړم، ځکه د مور له شیدو پرته د ماشوم لویول ډېر ستونزمن دي، په ځانګړي ډول کله چې ماشوم ژاړي.»

کندز ولایت څخه ۲۶ کلنه نګاره چې د دوو ماشومانو او کوثر چې د یوه ماشوم مور ده، خپلو ماشومانو ته د شیدو ‌نه ورکول یې د ژوند له تر ټولو ترخو تجربو څخه بولي.

دوی ټینګار کوي چې دا ستونزه یوازې فزیکي نه ده، بلکې له ځان سره دروند رواني فشار هم لري.

د دوی په وینا، د بې‌کفایتۍ احساس، د نورو د قضاوت وېره او د ماشوم د زیانمنېدو اندېښنه لامل شوې چې ورو ورو له اضطراب، بې‌خوبۍ او ان خپګان سره مخ شي.

«ما په خپلو دواړو ماشومانو شیدې نه‌لرلې او اولادونه مې په پوډري شیدو لوی کړل. مېړه، خسر او خواښې به راته تل پېغور کاوه چې ولې شیدې نه‌لرې او تر کله به نورې شیدې پېرو. خلکو هم خبرې کولې، ویل به یې چې ستا مور هم شیدې نه‌لرلې. هر چا به خپل ښه او بد نظر راته ویلو. دا خبرې راته ډېرې درنې تمامې شوې. د اولادونو پر وړاندې ځان کم احساسوم او د خلکو خبرو ډېر اغېز راباندې کړی. د مېړه د کورنۍ او خلکو چلند راته درد جوړ شوی او وېره لرم که بیا ماشوم راوړم، بیا به له همدې ستونزو او خبرو سره مخ شم.»

«کله چې مې ماشوم وزېږېد، خپله یې هم ستونزه لرله او زما شیدې يې نه رولې. تر هغه وخته چې شیدې مې وچې شوې، په مصنوعي شیدو مې لوی کړ. دا راته سخته وه او تل به مې فکر کاوه چې ولې ماشوم مې له ما شیدې ونه خوړې. ځان به مې ملامتاوه، تر دې چې رواني ستونزې هم راته پیدا شوې. وروسته ښه شوم، خو اوس هم هېرولی نه شم چې ولې ماشوم مې له ما شیدې و نه خوړې. ان کله چې شیدې مې راټولې شوې، عملیات مې پرې وشو، خو هغه سختۍ او کړاوونه چې مې ګاللي، هېڅکله مې له یاده نه وځي چې خپل اولاد ته مې شیدې نه شوې ورکولی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې، ارواپوهان او روغتیاپالان وایي، دا چې یو شمېر مېندې خپلو ماشومانو ته شیدې نه‌شي ورکولی، په دلیل یې رامنځته کېدونکی خفګان کولی شي د مور رواني روغتیا ته زیان ورسوي.

د بې‌ارزښتۍ احساس، د وجدان عذاب، د قضاوت وېره، اضطراب او خفګان هغه پایلې دي چې له امله یې رامنځته کېدی شي.

ډاکټر سیدعصمت هاشمي سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، ماشوم ته شیدې ورکول د مېندو لپاره یو حساس پړاو دی او که مور د هر لامل له مخې، خپل ماشوم ته شیدې ورنه‌کړی شي، د عاطفي بحران پړاو ته داخلیږي چې غم یې له مهمو احساساتو څخه دی.

«که مور خپل ماشوم ته شیدې ورنه‌کړی شي، دا کار د مور په وجود کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي او د زیږون وروسته د اختلالاتو زمینه برابروي. دغه حالت کولی شي اضطراب، کورنی فشار او نورې رواني ستونزې وزېږوي. کورنۍ په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي. کله چې میندې له داسې ستونزو سره مخ کېږي، باید ملاتړ یې وشي، میړونه او د کورنۍ غړي دې ورسره ودرېږي، ښې خبرې او ښه چلند دې ورسره وکړي او داسې چاپېریال دې برابر کړي چې مور پکې د ارامۍ احساس وکړي.»

ارواپوهه شرف‌الدین عظیمي هم د کورنۍ، په ځانګړي ډول د مېړونو پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي چې په دې پړاو کې مېندې زیات عاطفي ملاتړ ته اړتیا لري، څو له ځان‌ملامتۍ لاس واخلي.

«هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې نه شي ورکولی، عموماً د ناتوانۍ احساس کوي، د وجدان عذاب ورسره وي او داسې فکر کوي چې ښې او پوره مورګانې نه دي. دا حالت د اندېښنې، بې‌ارامۍ، اضطراب او له زیږون وروسته د خپګان لامل کېږي. کورنۍ کولی شي د عاطفي ملاتړ، همدردۍ او د فشار د کمولو له لارې د مور پر اوږو هغه دروند بار کم کړي چې د شیدو نه ورکولو له امله ورباندې پرېوځي.»

د نسایي ولادي متخصصه زرغونه محبت سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي، ماشوم ته شیدې ورکول د سالمې تغذیې یوه مهمه پروسه ده، خو په ځینو مواردو کې داسې عوامل شته چې مور د شیدو ورکولو توان له لاسه ورکوي.

د هغې په وینا، دغه ستونزه د نامناسبې تغذیې، فزیکي ستونزو او یا د مور د اندېښنو او وسواس له امله رامنځته کېدی شي.

«هغه عوامل چې د مور د شیدو د کمېدو او وچېدو سبب ګرځي، د میندو د کافي پوهاوي نشتوالی، عصبي فشارونه او وېره ده چې ځینې ښځې یې له شیدو ورکولو څخه لري. همدارنګه د لوړې انرژۍ او کافي کالوري لرونکو خوړو نه‌خوړل او ځینې ټولنیز باورونه، لکه دا فکر چې شیدې ورکول د بدن ښکلا او تناسب خرابوي، دا ټول لامل کېږي چې شیدې ورو ورو کمې شي او بالاخره وچې شي.»

اخوا، دیني عالم مولانا شفیع‌الله احمدي وایي، په اسلام کې د ماشوم د تغذیې پر اهمیت ټینګار شوی، خو که مور د شیدو ورکولو توان ونه‌لري، نو اسلام ښځې نه ملامتوي.

«که مور شیدې ونه لري، یا ماشوم طی ونه نیسي، یا ناروغي موجوده وي او مخنیوی رامنځته شي، نو پر مور هېڅ ګناه نشته. الله تعالی فرمایي چې هېڅ څوک تر خپل توان زیات مکلف نه‌دی. خو که مور د ناپوهۍ او بې‌توجهي له امله خپل ماشوم ته شیدې ورنه‌کړي او ماشوم ته زیان ورسېږي، نو په دې حالت کې مور مسؤوله ګڼل کېږي، ځکه د ماشوم تغذیه او روزنه په ځانګړي ډول په لومړیو میاشتو کې ډېره مهمه ده.»

ماشوم ته د شیدو نه ورکولو له امله رامنځته کېدونکی خفګان د مېندو ترمنځ یو عام حالت دی چې کېدی شي د هورموني بدلونونو (د پرولاکتین او اکسیټوسین د کچې کمېدل)، له یوې ژورې عاطفي تجربې څخه د بېل‌والي او د ګناه یا ناکامۍ د احساس له امله رامنځته شي.

ارواپوهان وایي چې د دې خفګان د مدیریت لپاره مېندې باید خپلې فزیکي او عاطفي روغتیا ته پاملرنه وکړي، کافي استراحت وکړي، سالم خواړه وخوري او خپل احساسات له مېړه، کورنۍ او یا دوستانو سره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام