Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي له اندریکا راټواټه سره لیدلي

HBlE-oMXoAA27ov

اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او هستوګن همغږي کوونکي، اندريکا رټواټه سره د مخه‌ښې ليدنه کړې ده.

په دې ناسته کې د ملګروملتونو مرستندويه ماموريت سرپرستې او د سياسي څانګې مشرې جورجټ ګانيون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او د ملګروملتونو د ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ پر پياوړتيا خبرې کړې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د يوناما د بشري چارو د همغږي کوونکي په توګه د اندريکا د رول ستاينه کړې او په راتلونکي ماموريت کې يې ورته د بريا هيله څرګنده کړې ده.

اندريکا رټواټه هم د خپل ماموريت پرمهال د بهرنيو چارو وزارت له همکاريو مننه کړې او خپل ماموريت يې له ښو تجربو او خاطرو ډک بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام