Asset 1SWN

سلام وطندار

راتلونکی کال به هېواد کې اته میلیونه نیالګي وکرل شي

نیالګي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن سه‌شنبه د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په اړه په کابل ښار کې د چاپېریال ساتنې د یوشمېر فعالانو په ګډون، د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړې وه.

د یادې ادارې مسلکي او پالېسۍ مرستیال، زین‌العابدین عابد، وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له منفي اغېزو سره مخ دی او تر ټولو ساده او اغېزمنه لاره د دې ستونزې د کمولو لپاره د نیالګیو کېنول دي.

هغه زیاته کړه چې د دې موخې لپاره خلکو ته د نیالګیو کېنولو د پوهاوي کمپاین هم پیل شوی دی.

عابد وویل: «افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی او تېرو جګړو هم وضعیت نوره پېچلی کړی دی. یوازینۍ لار د چاپېریال د ښکلا او اقلیم د ساتنې لپاره د نیالګیو کېنول دي. ۱۴۰۵کال کې پلان لرو چې په ټول هېواد کې ۸ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي وکرل شي. تر اوسه پورې ملي او نړیوالو ادارو موږ ته د ۲.۵ میلیونه نیالګیو ژمنه کړې او هیله لرو چې سږکال د تیرکال په پرتله لا ډېر نیالګي وکرل شي.»

د ادارې د معلوماتو له مخې، تېرکال شاوخوا ۱۷ میلیونه نیالګي په افغانستان کې لګول شوي، خو د چاپېریال اړوند ځینې کارپوهان یادونه کوي چې که څه هم هرکال میلیونونه نیالګي کرل کېږي، د کال پای کې یوازې څو سلنه یې ژوندي پاتې کېږي. دوی د اسلامي امارت او ملي او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د نیالګیو د ساتنې لپاره مشخصې برنامې عملي کړي.

د یوه خصوصي پوهنتون استاد، حبیب بهزاد وویل: «له ۲۰۰۱ کال راهیسې، دولتي او غیردولتي ادارو، ملي او نړیوالو موسسو د نیالګیو کېنولو کمپاینونه پیاوړي کړي، خو له میلیونونو نیالګیو څخه یوازې څو یې د کال پای کې ژوندي پاتې کېږي. موږ باید د نیالګیو ساتنه او مراقبت هم په پام کې ونیسو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اتحاد او همبستګۍ موسسې مشر او چاپېریالي کارپوه، فرید احمد لودین، وویل: «موږ باید دا حقیقت ومنو چې یوازې د نیالګیو کرل بسنه نه‌کوي، بلکې د نیالګیو تر کرلو وروسته یې ساتنه هم ضروري ده. د نیالګیو د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره باید د اوبو رسولو سیستمونه او غوره میکانیزمونه جوړ شي، څو د وچېدو مخه ونیول شي او په دې ساتنه کې د ټولو اړوندو غاړو ګډون حتمي دی.

هغوی ټینګار وکړ چې یوازې غرس نه کافي دی، بلکې د اوبو رسونې او ساتنې سیستمونه جوړول او د ټولنې ګډون په دې برخه کې حیاتي اهمیت لري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې د نیالګیو د ساتنې لپاره له سیمه‌ییزو خلکو سره همغږي کوي. له خلکو څخه ژمنه اخلي چې نیالګي به  ساتي او که دغه ژمنه عملي نه‌شي، په راتلونکو برنامو کې به بیا د یادو سیمو ګډون محدود کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند محیب‌الله بهار وویل: «موږ مخکې له دې چې نیالګي وکرل شي، د سیمې له خلکو سره خبرې کوو او له هغوی ژمنه اخلو چې دغه نیالګي به ستاسو په سیمه کې ستاسو لپاره کرل کېږي او تاسو به یې ساتنه او مراقبت کوئ، که دا ژمنه عملي نه‌شي، نو په راتلونکي کې به موږ هغوی ته نیالګي ونه سپارو او په خپلو برنامو کې به یې شامل نه‌کړو.»

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تر ۱۴۱۰ هجري لمریز کال پورې به په ټول هېواد کې له ۲۰۰ میلیونه څخه ډېر مثمر او غیرمثمر نیالکي وکرل شي، څو د افغانستان چاپېریال روغ او زرغون پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام