Asset 1SWN

سلام وطندار

فایو لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې د ورښت او تودوخې لوړېدو خبرداری ورکړی

3 لوګر کې سېلابونو زیانونه

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) د راتلونکې اوونۍ د هوا وضعیت اټکل کړی او د سختو ورښتونو او د هوا د تودوخې د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

فایو نن سه‌شنبه سلواغې ۲۸مه، د فبرورۍ له ۱۶مې تر ۲۲مې پورې د هوا وړاندوینه خپره کړې ده. د دې وړاندوینې له مخې، په لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې د تودوخې له زیاتوالي سره یوځای شدید ورښتونه ښايي د چټکو سطحي روانو اوبو او ځایي سېلابونو خطر زیات کړي.

د راپور پربنسټ، په لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې د ورښت اندازه له نورمال حد څخه لوړه اټکل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې، شمالي ولایتونه او مرکزي لوړې سیمې به لاهم نسبتآ وچې پاتې شي او د منځنۍ کچې څخه به کم ورښت ولري. دا وضعیت کولای شي د کرنې او اوبو د سرچینو پر وضعیت منفي اغېز وکړي.

فایو همدارنګه ویلي چې د هېواد په کچه به هوا د معمول په پرتله ګرمه وي او د تودوخې درجه به د ۱ څخه تر ۸ سانتي‌ګرادو پورې لوړه وي.

د دې سازمان په وینا، په سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې به د هوا تودوخه ان له ۲۰ سانتي‌ګرادو څخه هم واوړي.

فایو خبرداری ورکړی چې د واورې چټک وېلې کېدل ښايي د موسم په دوام کې د واورې زیرمې او د خاورې رطوبت کم کړي چې دا چاره د کرنې، څارویو او د اوبو د مدیریت لپاره جدي ننګونې رامنځته کولای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام