Asset 1SWN

سلام وطندار

میمنې کې د ښځو مارکېټ؛ د محدودیتونو تر سیوري لاندې د ځان بسیاینې هڅه

فاریاب ښځې

سره له دې چې د فاریاب میمنې ښار کې سلګونه ښځې د لاسي صنایعو او کوچنیو سوداګریو په برخو کې روزل شوي، خو د بازار رکود، د پېرلو ځواک کمښت او د پانګې نشتون د دې ښار په ښځینه مارکېټ کې د ښځو فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي، هغه ننګونې چې د هغوی د اقتصادي ځان‌بساینې دوام یې له نامالوم برخلیک سره مخ کړی.

میمنې ښار کې د ښځينه مارکېټ دوکانداره زینب چې له تېرو ۷ کلونو راهيسې د خياطۍ او رخت پلورنې په برخه کې فعاليت لري شکایت کوي چې د پلور کچه کمه شوې او په پور د توکو اخیستو ماملې زیاتې شوي.

هغه وايي: «پنځه شاګردان لرم، خو دومره پلور نه‌لرو، که وي هم، نيمايي نغدي او نيمايي پور وي. موږ چمتووالی نيسو او جامې ګنډو، خو پېرېدونکي د پوره پيسو ورکولو توان نه‌لري.»

د هغې په وينا، ډېری ښځې د رخت د يوازې يوې برخې بيه ورکوي او نورې پيسې پرې پاتې کیږي.

سلما چې په همدې مارکېټ کې بله خياطه ده، وايي چې په لږه بوديجه يې کار پيل کړی، څو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي، خو د بازار نه‌شتون په دلیل ډېر کم عاید ترلاسه کوي.

هغه وايي: «پلور نه شته، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی. زما له خپلې کورنۍ څو کسان بېکاره دي. ما خياطي ځکه پيل کړه چې د خپلې کورنۍ نفقه پيدا کړم او خلکو ته خدمت وکړم، خو د مناسب بازار او کافي پېرېدونکو نشتوالی زموږ لپاره لويه ستونزه ده.»

مديدا چې يوه ځوانه نجلۍ ده او د مرۍ‌ګنډلو په برخه کې کار کوي، وايي چې دې وروستیو کې ډېر کم فرمایشونه ترلاسه کوي.

هغې وويل: «يو وخت پېرېدونکي ډېر وو، محفلي او د ناوې جامې مو ګنډلې. اوس نه کار شته او نه سوداګري. د مریو رخصت او نور توکي ګران دي، پېرېدونکي چې راځي د جامو اخیستو لپاره ډېره ټيټه بیه وړاندیز کوي چې موږ ته ګټه نه کوي. زه د ملاتړ او د کاري فرصتونو د زياتېدو غوښتنه لرم.»

په همدې حال کې میمنې ښار کې د مېرمنو د پراختیا او سوداګرۍ مرکز مدیره نصیبه حسام، په دې مرکز کې د لسګونو ښځینه صنعت‌کارانو د فعالیت خبر ورکوي.

د هغې په وینا، دا مرکز چې د تمویلوونکو بنسټونو په ملاتړ جوړ شوی، دامهال په څلورو تولیدي برخو کې فعال دی.

هغې وویل: «دا‌مهال ۳۰۰ مېرمنې پر زده‌کړو بوختې دي چې له ډلې یې ۱۹۵ زده‌کوونکې دي. دغه مرکز کې ښځې د حجاب او پردو ګنډلو، ګلاباتون او اینې‌ګنډلو، مرۍګنډلو، خیاطۍ، ګلدوزۍ، کیک او کلچو‌پخولو او همدارنګه د خوراکي توکو د پروسس لکه مربا او ترشۍ جوړولو برخو کې فعالیت لري. د پانګې کمښت، د عصري ماشینونو نشتوالی او تخصصي زده‌کړو ته اړتیا د دغو ښځو له اساسي ننګونو څخه دي.»

خو د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ ریاست مالي او اداري مدیر نورمحمد میزایي وایي، د دې مارکېټ له جوړېدو راهیسې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د مېمنې ښار له ۷۰۰ ډېرې ښځې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې په مسلکي زده‌کړو روزل شوي.

هغه زیاتوي: «له ۷۰۰ څخه ډېرې ښځې روزل شوي او خپلې چارې یې پیل کړي. دا ریاست د کلنیو نندارتونونو په جوړولو سره ښځو ته ځانګړې غرفې برابروي او آن یو شمېر یې د خپلو تولیداتو د نندارې لپاره کابل ته لېږلي دي.»

نوموړی ټینګار کوي چې وروستۍ موخه دا ده، څو ښځې د همدې مارکېټ له لارې پر ځان بسیا شي او د ولایت دننه او بهر د پلور بازار پراخ شي.

اخوا، د اقتصادي چارو کارپوهان هم په تولید او پلور کې د ښځو حضور د کورنیو د وضعیت په ښه‌والي کې مهم عامل بولي.

د صنعت او سوداګرۍ برخې کارپوهه حبیبه مروت زده‌کړو، مالي سرچینو ته په لاسرسي، د مناسبو بازارونو په رامنځته کولو او د حکومت له لوري د ملاتړیزو پالیسیو په جوړولو ټینګار کوي.

هغې وویل: «په اقتصاد کې د ښځو فعاله حضور نه یوازې د کورنیو عواید زیاتوي، بلکې د هغوی مالي خپلواکۍ او مهارتونو هم وده ورکوي.»

سره له دې چې په فاریاب کې سلګونه ښځې د لاسي صنایعو او کوچنیو سوداګریو په برخو کې بوختې دي، خو د هغوی د فعالیت دوام د باثباته بازارونو په رامنځته کولو، مالي اسانتیاوو او د دولتي او خصوصي بنسټونو په عملي ملاتړ پورې تړلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام