Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو برید؛ څلور کسان وژل شوي

485af7c6-2a7b-41cd-95ef-0f01c55181d3_16x9_1200x676

د لبنان یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د یاد هېواد په ختیځ کې، د سوریې پولې ته نږدې د اسراییلو د هوايي برید پرمهال څلور کسان وژل شوي دي.

بل‌ لور ته اسراییلي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې یې د جهاد اسلامي فلسطین غړي په نښه کړي دي. دا له اوربند وروسته لومړی ځل دی چې اسراییل په رسمي ډول اعلان کوي چې جهاد اسلامي یې په لبنان کې هدف ګرځولی دی.

د لبنان ملي خبري اژانس په وینا، «د اسراییلو یوې دښمنې بې‌پیلوټه الوتکې د لبنان او سوریې پولې ته نږدې یو موټر په نښه کړ» او زیاتوي چې د څلورو وژل شویو کسانو جسدونه لاهم د موټر دننه پاتې دي.

همداراز، د لبنان روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې د یادو څلورو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳کال په اکتوبر کې د غزې له جګړې وروسته، د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ د رامنځته شوې شخړې پرمهال، په لبنان کې د جهاد اسلامي یوشمېر غړي وژل شوي دي.

په دې جګړه کې، جهاد اسلامي او همداراز حماس د اسراییل پر وړاندې د ځینو بریدونو او له لبنان څخه د نفوذ د هڅو مسوولیت منلی و.

د فرانس‌پرېس د شمېرو له مخې چې د لبنان د روغتیا وزارت پر معلوماتو ولاړې دي، د اوربند له ټینګېدو راهیسې تراوسه په لبنان کې د اسراییلو په بریدونو کې له ۳۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام