د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د بدخشان د سرو زرو د استخراج (زرشویۍ) په پروژو کې له ۱۰۰زرو څخه زیات کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.
یاد وزارت یکشنبه (سلواغې ۲۶مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د بدخشان په ولسوالیو شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه کې د سرو زرو د کانونو په استخراج او ورسره تړلو تخنیکي چارو کې فعالیت کوي.
د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان کې د سرو زرو قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د ۲۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ پرمختیایي پروژو عملي کار پیل کړی دی.
په دغو پروژو کې د کوکچې سیند پر سر د پنځو پلونو جوړول، د سړکونو بیارغونه، د اوبو رسولو شبکو رامنځته کول، عامه خدمتونه او نور بنسټیزې پروژې شاملې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وزارت زیاتوي چې په بدخشان کې د سرو زرو استخراج نه یوازې د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې د ولایت اقتصادي وضعیت یې هم په څرګند ډول ښه کړی دی.
بدخشان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې بډایه معدني سرچینې لري. د سرو زرو کانونه د پخوا راهیسې د ځایي خلکو د پام وړ پاتې شوي دي.
په دې ولایت کې زرشویي تر ډېره د دودیزو لارو او د کوکچې سیند د اوبو په وسیله کېږي، خو په وروستیو کلونو کې د کانونو د قراردادونو له ورکړې سره دا بهیر تر یوې اندازې منظم او تخنیکي شوی دی.