Asset 1SWN

سلام وطندار

یعقوب مجاهد: د چا غلامي نه‌ منوو

د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد

د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نه د چا غلامي مني او نه هم د چا فرمایشات منلی شي.

مجاهد په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پلمه‌ لټونکي هېوادونه باید د ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړي او په وینا یې، دا ستونزې د هېڅ لوري پر ګټه نه‌دي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد همداراز وویل چې له افغانستان هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ او اسلامي امارت د ټولو هغو ډلو د مهار وړتیا لري چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښولی شي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له هغو هېوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی چې پر افغانستان یې «یرغل» کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام