Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې

IMG-20260214-WA0034

پکتیکا کې راستنو شویو، داخلي بې‌ځايه شويو او بې‌وزله ۱۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې

د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې د یوې خیریه موسسې په تخنيکي همکارۍ د سعودي د وليعهد ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري دغه مرسته، په راستانه شویو، داخلي بې‌ځایه شویو او اړمنو وېشل شوې ده.

د يادې مرستې د وېش پرمهال د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح وویل چې د دې مرستو ارزښت دری میلیونه افغانیو ته رسېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مرسته ترلاسه کوونکي هم د خوراکي توکو مرستې په ترلاسه کېدو خوښي څرګندوي او له نورو مرستندويه بنسټونو غواړي چې د روژې مبارکې مياشتې په رارسيدو دې د بې‌وزله کورنيو لاسنيوی وکړي.

له دې وړاندې هم  دغه ولایت کې پر یوشمېر بې‌وزله کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشل وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام