د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالتونه به ډېر ژر دویمه الوتکه وړونکې بېړۍ هم منځني ختیځ ته واستوي.
د راپورونو پراساس، ټرمپ د ایران د اټومي او بالستیک توغندیو په پروګرامونو د فشار زیاتولو لپاره منځني ختیځ ته د الوتکو وړونکې دویمې بېړۍ د استولو هوډ لري.
هغه د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال وویل: «د USS Gerald R Ford کښتۍ به ډیر ژر د منځني ختیځ لپاره کارابین څخه ووځي ځکه چې تېره اونۍ عمان کې له خبرو وروسته تاوتریخوالی زیات دی. که موږ ورته اړتیا ولرو، یو ډېر لوی ځواک به تیار چمتو وي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې باور لري ایران سره به خبرې بریالۍ وي، خو که تړون کې پاتې راشي دا به د ایران لپاره بده ورځ وي.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې ایران کې د حکومت بدلون به غوره څه وي چې د پېښېدو امکان یې شته.
د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې یوه اونۍ وړاندې یې د عمان په منځګړیتوب ایران سره اټومي خبرې وکړې او دواړو لورو وویل چې مذاکرات بریالي وو او ژر به د دواړو لورو ترمنځ دویم پړاو خبرې هم ترسره شي.