Asset 1SWN

سلام وطندار

د بنګله‌دېش ټاکنې؛ د طارق رحمان په مشرۍ ملي ګوند د بریا ادعا کوي

ecd37eabdfd49b05668794b18a738185

د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله‌دېش ملي ګوند «BNP» وايي، د پنجشنبې ورځې تاریخي ټاکنو کې یې اکثریت رای ګټلي او راتلونکی حکومت به جوړ کړي.

د راپورونو پر اساس، د سراسري ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د بنګله‌دېش ملي ګوند او متحدانو یې له ۲۹۹ ټاکنیزو څوکیو ۲۱۱ څوکۍ ګټلي، داسې حال کې چې سیال جماعت اسلامي اتحاد ۷۰ څوکۍ وګټلې.

د بنګله‌دېش د ټاکنو کمیسیون لا تراوسه رسمي پایلې نه دي اعلان کړي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر شفیق الرحمن ویلي، د هغه ګوند به د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بنګله‌ېش سراسري ټاکنو کې د پارلمان ۲۹۹ څوکيو لپاره د بېلا بېلو ګوندونو نوماندانو ځانونه کاندید کړي وو.

د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه د ۱۵۱ څوکيو ګټل اړين بلل شوي وو.

دا ټاکنې د ۲۰۲۴ کال اګست میاشت کې د محصلانو په مشرۍ له پاڅون وروسته چې اوږدمهاله مشره شیخ حسینه یې له واکه لرې کړه، د دې هېواد د بېرته راستنېدونکي ډیموکراسۍ لپاره یو مهم ازمایښت بلل کېږي.

د ټاکنو ترڅنګ، بنګله‌دېش د «ملي منشور ۲۰۲۵» په اړه ټولپوښتنه هم ترسره کړه، دا هغه سند دی چې د محمد یونس په مشرۍ موقت حکومت چمتو کړی او د راتلونکې حکومتولۍ بنسټیز چوکاټ په‌کې ټاکل شوی دی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام