Asset 1SWN

سلام وطندار

د یوناما او د پاکستان استازو لیدنه؛ د ترهګرۍ ضد همغږۍ پر ارزښت ټینګار شوی

HA74JCmbsAAr8-K

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما له مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټه سره یې لیدلي.

هغه نن پنجشنبه دلوې ۲۳ / فبروري ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې کتنه کې د افغانستان په بشري او امنیتي وضعیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمد صادق ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او د دې ګډ ګواښ د مخنیوي لپاره د همغږو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو اړتیا یې مهمه بللې.

همدارنګه په دې ناسته کې د سیمې د ثبات پیاوړتیا، د بشري مرستو د دوام، د ترهګرۍ ضد همغږۍ او د پایدارې اقتصادي ودې د تامین لپاره د پرله‌پسې تعامل او همکارۍ پر ارزښت ټینګار شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام