Asset 1SWN

سلام وطندار

له زده‌کړو محرومیت نجونې له وخت وړاندې ودونو ته اړ کړي

ښځې 22

بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر نجونې سلام‌وطندار ته وايي، له زده‌کړو محرومېدو وروسته، کورنیو یې واده کولو ته اړې کړي.

۲۲ کلنه زینب چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت لګولو پرمهال د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم سمستر محصله وه.

هغه وایي چې د نجونو پر زده‌کړو له محدودیت وروسته یې کورنۍ له داسې هلک سره واده کولو ته اړ کړې چې هغې ورسره رضایت نه‌درلود.

«زده‌کړه زما لپاره هویت او د راتلونکې هیله وه، خو کورنۍ مې واده ته اړ کړم. دوه کاله کېږي چې واده شوې یم او دغه واده زما له رضایت پرته شوی. یو ماشوم لرم. اړ شوم چې خپلې هیلې د کورنۍ د غوښتنې قرباني کړم. هیله مې لرله چې وکیله شم او د ښځو له حقونو دفاع وکړم، خو اوس خپله د قرباني شوې یم.»

زینب یوازینۍ نجلۍ نه ده چې د کورنۍ د غوښتنو قرباني شوې، افغانستان کې ګڼې نجونې ورته کیسه تجربه کوي.

د پروان ۱۷ کلنه مریم چې نږدې یو کال کېږي د خپل تره زوی سره یې واده شوی، وایي چې ۱۲ کلنه او د ښوونځي زده‌کوونکې وه چې د کورنۍ په غوښتنه یې کوژده وشوه، په داسې حال کې چې خپله دې اړیکې ته راضي نه‌وه.

هغې وویل: «له واده مخکې د ښوونځي زده‌کوونکې وم او تل ممتاز زده‌کوونکې وم. له یوه کال کم وخت کېږي چې د کورنۍ په خوښه واده شوې یم. زما واده د تره له زوی سره شوی او دامهال ماشوم نه‌لرم. له دې واده هېڅ ډول رضایت نه لرم، ځکه لا ماشومه وم او د داسې مسوولیت لپاره چمتو نه وم.»

واده ته د اړ شویو نجونو تجربې ښيي چې جبري واده کولی شي د رواني ستونزو او د مېړه او مېرمنې ترمنځ د اړیکو د سړېدو لامل شي.

د کابل اوسېدونکې ۱۹ کلنه فرشته احمدي چې له واده یې درې کاله تېرېږي وایي، هغه مهال چې لا د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه، په زوره کوژدې او واده ته اړ کړل شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«دې واده زما ټولې هیلې نیمګړې پرېښودې. له رواني پلوه ډېره ستړې او زړه‌ماتې یم. که پوهنتونونه بېرته پرانیستل هم شي، زه نور نه شم کولی زده‌کړې ته دوام ورکړم، یانې نه شم کولی دوه ستر مسوولیتونه پر مخ یوسم. هر څه خپل وخت لري چې تېر شي بیا بېرته نه راګرځي.»

د ښځو د حقونو فعالان وایي، جبري ودونه کولی شي د نابرابرۍ او ټولنیزې بې‌ثباتۍ له دوام سره مرسته وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله مرضیه یقین په دې اړه وایي: «دا کار د زده‌کړو د پرې کېدو، د فقر او بې‌سوادۍ د زیاتېدو، د روغتیايي او رواني ستونزو او د کورني تاوتریخوالي د دوام لامل کېږي. د دې پدیدې عادي کول د نجونو د انتخاب حق ترې اخلي او هغوی د کورنیو ترمنځ په یوې ناسمې حل‌لارې بدلوي چې په پایله کې یې راتلونکو نسلونو کې نابرابري او ټولنیزې بې‌ثباتۍ دوام مومي.»

دې سره، ټولنپوهان ټینګار کوي چې جبري ودونه نه یوازې په کورنۍ کې ستونزې رامنځته کوي، بلکې اغېزې یې ټولنې ته هم غځېږي او د اولادونو په ذهنونو کې د کورنیو پر وړاندې د عقدو او نارضایتۍ د رامنځته کېدو لامل کېږي، هغه ستونزه چې کولی شي له یوه نسله بل نسل ته ولېږدېږي.

ټولنپوه شعیب احمدي وایي: «اولادونه له عقدو سره لویېږي، ځکه چې د هغوی پرېکړې نورو په جبري ډول کړي. دا کسان په راتلونکي کې ان هغه صلاحیت هم نه مني چې کورنۍ یې ورباندې لري. همدا چاره ده چې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کېږي او دا د هغې منفي پایلې دي چې ټولنې ته هم سرایت کوي. په پای کې داسې کسان روزل کېږي چې نسل په نسل د نورو له لوري پرېکړې ورته کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، روان کال کې یې د ۱۵۷۵ جبري ودونو مخه نیولې.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته او لوړو زده‌کړو څخه هم منع شوي.

دغه وضعیت لامل شوی چې یو شمېر نجونې د خپلو کورنیو له لوري نا غوښتل شوو ودونو ته اړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام