Asset 1SWN

سلام وطندار

لاوروف: د اوکراین مذاکراتو کې اوږد مزل پاتې دی

سرگئی-لاوروف-q5l9duw82wo3w9eowhoe53t0l11tvvw790xsvhzi4o (1)

که څه هم کرملین اوکراین سره د سولې خبرو بل پړاو د کره نېټې ټاکلو په اړه څه نه‌وايي، خو د یاد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د اوکراین د سولې خبرو په برخه کې اوږد مزل پاتې دی.

دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي، د امنیتي تضمینونو لپاره اسناد چمتو شوي دي.

زېلېنسکي زیاته کړې چې په دې اسنادو کې ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو بندیز، د ناټو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو منع او همدارنګه روسیې ته د اوکراین له خاورې د ګواښ نه کارونې اړوند مسایل په‌کې شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، دواړو لورو په وروستیو خبرو کې موافقه کړې چې بل پړاو مذاکرات باید وشي، خو وخت یې، لا نه‌دی ټاکل شوی.

د اوکراین ولسمشر په وینا، راتلونکی پړاو به په متحده ایالاتو کې ترسره شي. همدارنګه، د اوکراین ولسمشر د شنبې پر ورځ ویلي و چې امریکا غواړي جګړه پای ته ورسیږي.

په دې وروستیو کې، روسي، اوکرایني او امریکایي پلاویو دوه ځله په ابوظبي کې د خبرو مېز ته کښیناستلي، څو د اوربند لپاره یوه موافقه ترلاسه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام