د چین په ختیځ شاندونګ ولایت کې د سرو زرو په یوه کان کې د خونړۍ پېښې له امله لږترلږه اووه کسان وژل شوي دي.
دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د کان دننه د کانکیدونکو د لېږد کاډۍ هغې ژورې څاه ته ولوېده چې کارکوونکي پر کار بوخت وو.
د چین دولتي رسنۍ CCTV د دوشنبې په شپه په خپل راپور کې وویل چې د پېښې پرمهال کارکوونکي د کان په ژورو برخو کې بوخت وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چینايي چارواکو په وینا، د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره رسمي څېړنې پیل شوي او د خوندیتوب د اصولو د سرغړونې احتمال هم تر ارزونې لاندې دی.
ځایي بیړنیو ډلو د ژغورنې عملیات پیل کړي و چې د سختو شرایطو له امله د ټولو کارکوونکو ژغورل ممکن نهشول.
CCTV راپور ورکړی چې مرکزي حکومت اړوندو ادارو ته امر کړی، څو د کانونو د خوندیتوب قوانین لا سخت پلي کړي. د دې پېښې له خپرېدو وروسته، د کان د مالک شرکت «ژاوجین ماینینګ انډسټري» ونډې د سېشنبې پر ورځ نږدې شپږ سلنه راټیټې شوې چې دا د بازار د اندېښنو څرګندونه کوي.