له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي، له ۵ کلونو کمعمره ماشومان چې د بدن د معافیت کچه یې ټیټه وي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.
دغه بنسټ نن سهشنبه دلوې ۲۱ / فبروري ۱۰ پر اېکسپاڼه ټینګار کړی چې ماشومانو ته دې په ټولو کمپاینونو او له یوه ځایه بل ځای ته د سفر پر مهال د ټرانزیټ/سرحدي ټیمونو له لورې واکسین تطبیق شي.
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې یوازې د واکسین له لارې پرې د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیول کېدی شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ وړاندې هم له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو هغوی د دې ویروس پر وړاندې خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ميلادي کال د عامې روغتيا وزارت د پولیو ناروغۍ د لهمنځه وړلو په موخه، د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د واکسين ۹ کمپاينونه پلي کړي.
د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي نه ده ختمه شوې.