Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي ازبیکستاني پلاوي سره خبرو کې د همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی

HAuP5QqbgAArOjc

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبیکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت مشر او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لا پياوړتيا او سیمه‌ییزو مسایلو بحث شوی.

امیر خان متقي هیله ښوولې چې دوه‌اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي او د دوه‌اړخیز تفاهم د زیاتوالي او د ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې یې د څېړنیزو مرکزونو پر رول ټینګار کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ازبیکستان د ولسمشر مرستیال سلاکار هم ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله د پام‌وړ زیاته شوې او هیله یې څرګنده کړه چې سږ کال به دا کچه لا زیاته شي.

دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام