د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه کې له نښتو وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د ځینو سوداګریزو توکو د بیو د لوړوالي ترڅنګ، د درملو بیې هم لوړې شوي.
بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېرهېوادوال او درمل پلورونکي وایي چې د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې د درملو بیې په څرګند ډول لوړې شوي دي.
د پروان اوسېدونکی عبدالدیان چې د ورځني کار عاید یې ۳۰۰ افغانۍ دی، وایي چې څلور کلنه ناروغه لور یې یوه روغتیایي مرکز ته بیولې، خو د درملو د بیو لوړېدو د هغه د درملنې لګښت ګران کړی.
هغه وايي: «زه مخکې متودین درمل ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ اخیسته، اوس ۷۰ افغانۍ شوي، او کله مې پوښتنه وکړه وویل شول چې د پاکستان څخه د درملو واردات بند شوي دي.»
د لغمان اوسېدونکی روحالله هم ناروغلرونکی دی او وایي، د خپلې ښځې د شکر ناروغۍ د کنټرول لپاره په دوامداره ډول انسولین اخلي، خو دې وروستیو ورځو کې او له پاکستان څخه د درملو په وارداتو له بندیز وروسته، د هغه د درملو نسخه له ۱۲۰۰ افغانیو څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې.
هغه زیاتوي: «زما ښځه د شکر ناروغ ده. مخکې د دوا بیه ۱۲۰۰ افغانۍ وه، اوس هماغه نسخه ۱۷۰۰ افغانۍ شوې ده. د پاکستان درمل نسبتاً ارزانه وو، اوس د نورو درملو بیې لوړې شوې دي.»
همدارنګه، ځینې درمل پلورونکي وایي چې د افغانستان ډېری مصرفېدونکي درمل له پاکستان څخه واردېدل او د وارداتو د بندېدو او د درملو د کمښت له امله یې بیې په څرګنده توګه لوړې شوي.
کابل ښار کې درمل پلورونکی رشاد په دې اړه وایي: «په مجموع کې د پاکستاني درملو بیې لوړې شوې او هغه درمل چې ځایناستې یې شوي هم نرخ یې زیات شوی. د ورځني مصرف ۷۰ سلنه درمل پاکستاني وو. هندي درمل دغه کیفیت نه لري. د پینادول یوه قوطۍ مخکې ۱۰ افغانۍ وه، اوس ۲۷۰ افغانۍ شوې او حتی پیدا کول یې ستونزمن دي.»
د افغانستان د درمل پلورونکو اتحادیې مسوولان هم د درملو د بیو لوړېدل مني او وایي، اسلامي امارت هڅه کوي د بازار بیې کنټرول او د پاکستان د درملو بدیل لارې چارې پیدا کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د درمل پلورونکو اتحادیې رییس فضلالله نیازی وایي:«یو څه بیې لوړې شوې دي او ځینې درمل چې کم واردېدل ښايي اوس کم شوي وي. د پاکستاني درملو چې بدیل یې نه شته، امارت اسلامي هڅه کړې چې د شرکتونو له لارې واردات زیات کړي. هڅې روانې دي او په نږدې ورځو کې ښايي بازارونه کنټرول شي.»
همدارنګه، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولان هم وایي چې د بازار د بیو کنټرول لپاره هڅې روانې دي او له ایران، ازبیکستان او هند سره د درملو د واردولو هوکړهلیکونه لاسلیک شوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان امرخیل زیاتوي:«موږ د درملو پر بیه او کیفیت تمرکز لرو. په دې وروستیو کې د کورني تولید ترڅنګ هڅه کړې چې د وارداتي درملو بیې هم مناسبې وساتو. له بېلابېلو شرکتونو سره مو غونډې درلودې څو نرخونه عادي وساتو. له ایران او ازبیکستان سره مو تفاهمنامې لاسلیک کړي او د وزیر د هند سفر هم د دې لپاره و چې د روغتیایي خدماتو اړتیاوې بشپړې کړو.»
تر دې وړاندې د مالیې وزارت مسوولانو ویلي، د اسلامي امارت پرېکړې پر بنسټ سر له دوشنبې د دلوې له شلمې وروسته، له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بنديز لګول شوی. دغه وزارت له ټولو سوداګرو غوښتي چې له پاکستانه د درملو د واردولو پر ځای پر بديلو لارو غور وکړي.