د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د شپې ډرون بریدونو د یاد هېواد په ختیځ او سوېل کې لږترلږه درې کسان وژلي چې پهکې یوه مور او د هغې لس کلن زوی هم شامل دي.
د ختیځ خارکېیف د بوهوډوخیو ښار په هستوګنیزه سیمه کې د برید پرمهال لس کلن هلک او د هغه مور وژل شوي دي.
د دې سیمې چارواکو په وینا، په همدې برید کې شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
یاد ولایت د ۲۰۲۲کال د روسیې له برید راهیسې چې نږدې څلور کاله یې پوره کېږي، پرلهپسې د بریدونو هدف پاتې شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په سوېلي بندري ښار اودېسا کې هم د روسیې «پراخ» ډرون برید یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د اودېسا والي اولېه کېپر وویل چې په دې برید کې د هستوګنې ودانۍ او د ګاز پایپلاین هم زیانمن شوي دي.
همداراز، د سوېل ختیځ د دنیپروپېتروفسک ولایت والي اولېکساندر هانژا ویلي چې د ډرون په یوه برید کې نهه کسان چې یوه ۱۳کلنه نجلۍ هم پکې ده، ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، برید د درې پوړیزې ودانۍ کې اور ولګاوه او چت یې ویجاړ کړ.